د «Press TV»له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې پاكستانۍ ترهګرې ډلې اول د جمعې په شپه دغه ویډيو فلم د ((انتقام)) په عنوان سره د جامعه حفصه په نامه د دينی علومو د مدرسې په انجمن كښې خپور كړ او بيا ئې دغه فلم د وهابيانو په نورو ترهګرو او تش په نامه جهادی تنظيمونو كښې ښودلے دے.
په دغه فلم كښې د شهيد حصيب زيدی او مولانا نورالدين په نومونو دوه تنه شيعه مسلمانان په داسې حال كښې چې لاسونه ئې شاته تړل شوی دی، قربانی كیږی. په دغه فلم كښې د دغې ډلې څلور تنه نقاب پوشه غړی هم ښكاری.
وئيل كیږی چې د لشكرجنګوی ترهګره ډله د پاكستان د طالبانو د ډلې سره تړاؤ لری او په پاكستان كښې د شيعه مسلمانانو پرخلاف د وسله والو زياتره حملې د دغې ډلې لخوا ترسره كیږی.
دغه بدنامه ډله په ترهګرانه حملو كښې د القاعدې د مټ په توګه شميرله كیږی او په پاكستان كښې د مخالفو وسله والو يو پراخ نیټ ورك لری.
په همدې حال كښې نامعلومو وسله والو كسانو د پاكستان په بلوچستان صوبه كښې هم پرون درې تنه شيعه مسلمانان وژلی او دوه تنه ئې زخمی كړی وو. 1086866