IQNA

د اسلامی هيوادونو د حج او زيارت په وړومبنۍ طبی كنګره كښې د طبی اخلاقو مقالې وړاندې كیږی

21:00 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400936
د روغتيا ډله: د اسلامی هيوادونو د حج او زيارت د وړومبۍ طبی بين المللی كنګرې علمی منشی ووئيل: د طبی اخلاقو او د زړو او بوډاګانو د طب په موضوع سره يولړ مقالې د دغې بين المللی كنګرې په تخصصی غونډو او سمپوزيم په چوكاټ كښې وړاندې كیږی.
د اسلامی هيوادونو د حج او زيارت د وړومبۍ طبی او روغتيائی كنګرې علمی منشی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې دغه ټكی ته په اشارې سره ووئيل: په دغه كانفرنس كښې د ګډون لپاره په طبی څانګه كښې څه باندې ١١٠مقالې رالیږل شوې او غوره شوې دی چې له هغو نه يوشمير به د پوسټرونو او يوشمير به هم په دغه بين المللی كانفرنس كښې د ويناؤ په صورت كښې وړاندې شی.
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې دارالانشاء ته رالیږل شوې زياتره مقالې د حج په وختو كښې د ډيرو عامو او مشهورو ناروغيو او په دې زمينه كښې د مرستندوی اقداماتو په اړوند دی، زياته كړه: طبی اخلاق او د بوډاګانو طب د هغو مقالو عنوانونه دی چې د دې موضوع د اهميت په دليل د تخصصی غونډو او سيمپوزيم په چوكاټ كښې ورباندې خبرې كیږی څو د دغو موضوعاتو په هكله له بحث او خبرواترو نه وروسته په پائې كښې لازمې نتيجې وړاندې شی او د دغو اصلی موضوعاتو په ترڅ كښې نورې مقالې هم وجاجولې شی. 1085040

captcha