IQNA

د مسلمانو محصلينو د قرآن په بين المللی مقابلو كښې دې د ښځو د ګډون كولو زمينه برابره شی

18:30 - August 29, 2012
د خبر لمبر: 2401507
د قرآنی كارونو ډله: بين المللی قاری او د مسلمانو محصلينو د قرآن د نړيوالو مقابلو د مخكښنيو دورو منشی غوښتنه وكړه چې په دغو بين المللی سياليو كښې د دې د ښځو د ګډون كولو زمينه برابره شی.
د ايران بين المللی قاری رحيم خاكی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د ترسره كيدو په هكله څرګنده كړه: د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك نړيوالې مقابلې د محصلينو د تلاوت د فنی كچې د لواړوی او د حفظ د ترويجولو او د مسلمانو ځوانانو د علمی پرګنې د آشنائې په موخه طرحی شوې دی.
د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د مخكښنيو دورو منشی زياته كړه: دغه كار له كال ١٣٨١هجری شمسی نه پلان شو او د څو كالو له تعقيب او د هراړخيزې څیړنې نه وروسته په وړومبی ځل په اصفهان كښې ترسره شوې چې د دغو سياليو د ترسره كيدو حساسيت ته په پام سره زياته توجه د هغو كيفيت او د هغو په ټولو اړخونو كښې دقت ته وه. 1084421
captcha