د «Palestine Info» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسرائيلو د سرحدی مامورانو لخوا د بهرنيو سوله غواړو فعالانو د داخلې مخنيوے په داسې حال كښې شوے دے چې اسرائيليانو په دې وروستيو كښې ((فلسطين ته پخيرراغلئ)) نومی كمپين ته هم نيواكی خاورو ته د ننوتو اجازه ورنكړه او هغوی د اردن د پوځ په لاس عمان ته ولیږدول شول.
د راوپائی او فلسطينی روابطو د شورا سيمه ايز مدير رامی عبدو په دې هكله ووئيل: د اسرائيلی نيواكګرو ځواكونو لخوا د اردن د سيند په لويدیځه غاړه كښې نيواكی ځمكو ته د سوله طلبو فعالانو د ننوتو مخنيوے د بشری حقوقو د نقضيدو او د هغو محدوديتونو د اعماليدو يوه نمونه ده چې فلسطينيان ورسره هره ورځ مخامخیږی.
يو فرانسوی فعال اوليويازامور هم ووئيل: د هغو فعالانو شمير چې د فلسطينيانو سره د مرستې لپاره كار كوی په تيره بيا د اسرائيليانو د اقداماتو پوجه په نيواكی خاورو كښې د حالاتو د لاخرابيدو په دليل هره ورځ د زياتيدو په حال كښې دے.
دۀ زياته كړه: مونږ د فلسطينيانو د حقوقو حمايت كوو او كه چيرې د اسرائيلو رژيم مونږ له خپلو كوششونه نه منعه كړی نو دا كار د دې ښودونكے دے چې دغه رژيم په هیڅ توګه ډيموكراټ او جمهوری نه دے او د جمهوريت ادعا ئې بيخی دروغ ده.
د سوله غواړو فعالانو ډله چې له فرانسې، بريطانیې، جرمنی، سپين، اټلی، امريكې او نورو هيوادونو نه پكښې يوشمير فعالان شامل دی، د جمعې په ورځ د اردن ټاټوبی ته رسيدلی دی څو د تير اتوار يا يكشنبې په ورځ د اردن له پولې واوړی او د اردن د سيند د لويدیځې غاړې نيواكی ځمكو ته داخل شی چې په پولو كښې د پرتو اسرائيلی مامورانو د ممانعت سره مخامخ شول. 1086957