د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د بشری حقوقو د اطلاعاتو عربی سایټ د سعودی د خلقو په احتجاجی غونډو او مظاهرو كښې د ګډون كوونكو د خوروولو لپاره د سعودی عرب د امنيتی ځواكونو ډزې او د هغوی د ګواښلو غندنه وكړه.
دغه چېنل په سعودی عرب كښې د بشری حقوقو د پراخې خلاف ورزۍ او د بيان د ازادۍ د ځپلو په غندلو سره تاكيد وكړ، هېوادونو ته پكار دی چې په سعودی رژيم باندې دباو راوړی او د سعودی عوامو له سوله ايزو مظاهرو سره موافقه وكړی او ټول نيول شوی كسان دې ازادی كړی او د بشری حقوقو احترام دې وكړی.
د تېر ايتوار په ورځ د وږی د مياشتې په پينځمه نېټه د نيول شويو كسانو د كورنيو تقريباً دوه سوه تنو په رياض كښې د الحائر جېل په وړاندې احتجاجی غونډه جوړه كړه چې د سعودی ځواكونو د ډزو له كبله خوارۀ وارۀ شول. په دغه غونډه كښې ګډون كوونكو له سعودی حكومت څخه غوښتنه كوله چې په جېل كښې له خپلو خپلوانو سره ملاقات وكړی.
همدارنګ په دغه ورځ الطريقه جېل ته هم تلونكی كسان چې له خپلو خپلوانو سره یې په جېل كښې ليدل كول غوښتل خو چار چاپېره د جېل د محاصرې په وجه سعودی امنيتی ځواكونو جېل ته له رسېدو مخكښې په واپس تلو باندې مجبور كړل.
په همدغه ورځ د سعودی امنيتی ځواكونو د محمد الهاملی چې له تېرو نهو كلونو راهسې بې له محاكمې په جېل كښې ژوند كوی په كور باندې حمله وكړه او د هغۀ ښځه ريما الجرېش یې خلق مظاهرو ته د لمسولو په تور ونيوله. او همدارنګ د هغې پنځلس كلن زوے معاذ الهاملی په اېنټر نېټ كښې د نيولو شويو كسانو د سختيو او تكليفونو په باره كښې د وېډيو فلم د خپرولو په الزام كښې ونيوۀ.
1087407