د تيونس سياسی شناندې او د فرانس د شالون فلسطين نومې صهېونېسټ ضدې كمېټۍ غړې نرجس بن عباده د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) له خبريال سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل:په سائېنسی او كلتوری ډګرونو كښې د انسان ترقی د دې مخه نيونكې نۀ شوه چې د نړۍ په خلقو كښې د يو خداے د پرستش روحيه كمزورې شی، بلكې په اپوټه د اوسنۍ زمانې انسانانو له بشری مكاتبو څخه په لرې كېدو سره دنجات لاره په يكتا پرستۍ كښې موندلې ده او اسمانی دينونو په تېره بيا د بشر د نجات د يوازېنۍ لارې په توګه د اسلام مبين دين ته دې ګروهنې د بدهـ مت يا بودا ازم په شان مكتبونو پېروكار په ويره او وحشت كښې اچولی دی.
هغې زياته كړه د اسلام له ترويج څخه ويروله له يوې خوا او د دنيا په مختلفو سيمو كښې د اسلامی تعليماتو د سپكاوی په وړاندې د عربو هېوادونو خاموشی له بلې خوا د دې سبب شوې ده چې ځينې خلق د مسلمانانو د قتل عام حق ځان ته وركړی او د هیڅ يو كس په وړاندې ځواب ويوونكی نۀ وی.
هغې همدارنګ په برما كښې د دغو جنايتونو په وړاندې د اسلامی تعاون د تنظيم او ملګرو ملتو لخوا او هدارنګ د بشری حقوقو د دعوېدارو لويدیځو حكومتونو په بې غورۍ باندې په نيوكې سره وويل: دا چې برما هېواد د غنی معدنياتو د لرلو په دليل د مغربی حكومتونو د پام وړ ګرځېدلے دے دغه حكومتونه نه غواړی چې د برما حكومت له ځانه خفه كړی نو بس همدا وجه چې دغو هېوادونو د دغو ټولو ظلمونو په وړاندې خاموشی اختيار كړې ده. او بل طرف ته دغه حكومتونه په شام كښې د مسائلو د اواری په ځاے كړكېچ ته نوره لمن وهی ځكه چې د شام حكومت ددغو حكومتونو استكباری حكمونوته غاړه نۀ ږدی.
هغې په اخېر كښې وويل چې دغو حكومتونو ته پكار دی چې په نړۍ كښې د ظلم په خلاف او له مظلومانو څخه په ملاتړ كښې د ايران له اسلامی جمهوريت څخه درس حاصل كړی او د ځان لپاره یې نمونه وګرځوی. او ټولو مسلمانانو ته پكار دی چې د يو بېرغ ترلاندې راغونډ شی چې يوازې له دې لارې كولې شی چې په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو له حقوقو څخه دفاع وكړی.
1086675