IQNA

بان كې مون د ايران د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره كتنه وكړه

21:45 - August 29, 2012
د خبر لمبر: 2401560
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ملګرو ملتونو مشر او ورسره پلاوی حضور ته ومانه. هغه حضرت په دې كتنې كې صهيونستی رژيم د آتومی وسلو درلودلو له امله په سيمه كې لوی ګواښ او خطر وباله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ملګرو ملتونو مشر بان كی مون او ورسره پلاوی پرون مازیګر په تهران كښې د ايران د اسلامی انقلاب له مشر حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای سره كتنه او خبرې وكړې .
هغه حضرت د ملګرو ملتونو له عمومی منشی او ورسره پلاوی سره د امريكا او نورو قدرتونو لخوا د اسرائيلو په اټومی وسلو تجهيزولو ته په اشارې سر ه ټينګار وكړ چې دا موضوع د سيمې لپاره لوی ګواښ دی او له ملګرو ملتونو هېله كیږی چې په دې برخه كې ګامونه پورته كړی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز د اټومی وسلو د پاكولو په برخه كې د ملتونو ګډې اندیښنې ته په اشارې سره وفرمايل د ايران د اسلامی جمهوريت له اټومی وسلو څخه د مينځنی ختیځ په پاكولو ټينګار كوی او ملګرو ملتونو بايد د دې اندیښنو د له مينځو وړلو په موخه جدی ګامونه پورته كړی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل : له بده مرغه د ملګرو ملتونو جوړښت او تركيب معيوب دی او هغه زور غواړی هيوادونه چې اټومی وسلې لری او له پخوا یې ورڅخه ګټه پورته كړې ده په امنيت شورا ولكه لری.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود هم دا راز دې ته په اشارې سره چې د ايران اسلامی جمهوريت د اعتقادونو او دينی تعاليمو په بنسټ د سوریې د بحران د حل لپاره هر ډول هڅو هاندو ته چمتو دی ټينګار وكړ د سوریې د كړكيچ هوارول يو طبيعی شرط لری چې هغه د سوریې مخالفينو ته د وسلو وركولو مخه نيول دی.
هغه حضرت د سوریې د اوسنی حالت نتيجه د سوریې له پولو څخه په سوريه كې دننه مخالفينو او وسله والو ډلو ته د وسلو وركول وبلل او زياته یې كړه د سوریې په اړه تريخ حقيقت دا دی چې يو شمير دولتونو او مخالفو ډلو د خپل ځان لخوا له سوریې دولت سره جګړې ته اړويستی چې دا جګړه د سوریې دننی بحران واقيعت دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دې ته په اشارې سره چې امريكا ښه پوهیږی چې ايران د اټومی وسلو د لاسته راوړلو هڅه نه كوی يواځې په پلمې جوړولو پسې ده وفرمايل : د اټَومی انرژی نړيوال اژانس د خپلو مقرراتو په اساس دنده لری چې له فنی او علمی لحاظه له ايران سره مر سته وكړی خو ايران نه يواځې چې كوم كار یې نه دی كړی بلكه تل كار ړنګونه كوی د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... خامنه ای د اټومی وسلو څخه د مخنيوی او منع والی په اړه څرګنده كړه چې دا موضوع د دينی عقايدو په اساس ده نه امريكا او نورو لويدیځو هېوادونو ته د ښه راغلاست.

1087870
captcha