IQNA

د وېټو د حق امتياز په بېن الاقوامی مسائلو كښې د عادلانه كردار امكان ختم كړے دے

20:37 - August 30, 2012
د خبر لمبر: 2401874
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د غېر وابسته غورځنګ د غړيو ملكونو د مشرانو شپاړسمې غونډې ته په خپله وېنا د دې په بيانولو سره چې ټول ملتونه نن له موجوده حالت نه راضی نۀ دی څرګنده كړه: دغه نارضګی په دې وجه ده چې بشريت خپلو مشتركو او تاريخی ائیډيالونو ته چې هم هغه د امتيازی سلوك، فقر، جنګ او كينې ختمېدل او د ازادۍ، عدل، كرامت او پائېدارې صلحې په سيوری كښې له عشق او مينې سره مل نېكمرغه ژوند ته رسېدل دی مناسب فرصت نه دے پېدا كړے.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر د وينا بشپړه متن په دې ډول دې . بسم الله الرحمان الرحيم .الحمدلله رب العالمين و الصلوه و السلام علی جميع الانبياء و المرسلين و علی خاتمهم و سيدهم محمد و آله الطاهرين و صبحه المنتجبين اللهم عجل لوليك الفرج و العافيه و النصر و اجعلنا من خير انصاره و اعوانه و المستشهدين بين يديه ، د مصر ولسمشر محمد مرسی ، د هيوادونو محترمو مشرانو ،د حكومتونو ګرانو مشرانو ، ښاغلی عمومی منشی او د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ محترم مشر ، ګران وزيرانو او د سفيرانو ، ميلمانو، ښا غليو او اغليو ، د دغې غونډې د جوړولو لپاره د خدا وند متعال مننه كوو چې او د ايرانی ملت له لوری په ايران كې د تاسو په خپل كور كې او د ناپيلی غورځنګ په شپارسمې سرمشريزې كې د تاسو د شتون مننه كوم او په ايرانی ملت او حكومت د تاسو د ښه اعتماد قدرونه كوم . د ناپيلی غورځنګ د بنسټ ګرانو له هنده جواهر لال نهرو ، له مصره جمال عبد الناصر ، له پخوانی يوګسلاويه تیټو ، له انډونيشيا احمد سوكارنو او له غنا نكروما ياد او خاطره او همداراز هغه ملګری چې د وروستيو دو غونډو په مينځ كې له دنيا تللی دی ، د فيليپين ، غنا ولسمشران ، د شمالی كوريا مشر ، د الجزاير پخوانې ولسمشر او همداراز د ايران شهيد ولسمشر او لومړی وزير رجايی او باهنر چې ۳۱ كاله پخوا په همداسې ورځو كې د مستكبرانو د ملاتړ وړ ترهه ګرو په وسيله شهيدان شول ، درناوې كوو ، او له حاضرينو غواړو چې ودریږی او د يوه منټ په چوپتيا سره د هغو د روح د ارامښت لپاره دعا وكړو .له ګران او ورور هيواد مصر او ګران ولسمشر محمد مرسی د ناپيلی غورځنګ د مديريت په پړاو كې د رغنده هلو ځلو په خاطر قدرونه كوم . د رهبرۍ له ستر مقام په غونډه كې د شتون او ارزښتمنو ويناو په خاطر مننه كوم . ګرانو ملګرو سره راغونډ شوی يو چې د شرايطو په جاجولو او د خپلو ملتونو او د بشری ټولنې لپاره د ښه راتلونكی د جوړولو لپاره ګډ فكر او اقدام وكړو . شك نلرو چې مونږه ټو ل او بلكې درست ملتونه له موجودو وضعيته ناراضی دی . تراوسه هغه ګډ بشری او تاريخی ایډيالونه او ارزو ګانې يعنی د بې وزلۍ ، توپير ، ګواښ ، سپكاوی ، جنګ او كينې ليرې كيدا ، او له ښكلا ، عشق ، تاندوالی او د دوامداره سولې ، كرامت ازادی او عدالت په سيوره كې له سلامتيا د ډك نيكمرغه ژوند د درلودلو لپاره فرصت تحقق ندې پيد ا كړ ې . په سلګونوپر له پسې كلونو د انسان او ملتونو كړاو دوام درلودلې دې ، او په وروستی پړاو كې له مريتوب او استعماره پړاوه له تيريدا وروسته د هماغو شرايطو په شان خو په بل شكل د ملتونو په سر سيوره غوړلې دې . مهربانی وكړی پام وكړ ې ، زياتره شتمنی او د نړۍ اقتصادی اصلی مركزونه د څو پانګوالو ډلو او حكومتو نو په كنټرول كې دی او اكثره ملتونه په بې وزلۍ كې ژوند كو ی او بايد د هغو د ناوړه مديدريت او ناوړه استفادو تاوان ور كړو . تقريباد درستو پانګوال هيوادونو بهر نی پورونه ، د داخلی ناخالص توليده زياتې دی او دا يعنی دا چې په حقيقت كې نسكور شوی او په پراخه توګه او له اجازې پرته د نورو ملتونو له سرچينو استفاده كو ی ، په داسې حال كې چې پخپله دغه ملتونه له دغو سرچينو ته ډيره اړتيا لر ی . د كاغذی شتمنيو په رامينځته كولو سره په درستو ملتونو دوامده ګرانی ورتپی ، او له كوم زحمته پرته د هغو شتمنی ترلاسه كو ی . ځينې راپورونه د امريكا حكومت په وسيله د د ۳۲ زره ميليارډ ډالرو د كاغذی شتمنيو ښودنه كو ی . د افريقا او لاتينې امريكا اكثره اصلی او بډايه معدنونه د نړۍ د پانګوالو پورې اړنده څو شركتونو په كنټرول كې دی ، په داسې حال كې چې د دغو سيمو خلك د دغو خداې وركړو شتمنيو له لږو ګټو هم برخمن ند ی . په نړۍ واكمن اقتصادی نظام په دې ډو ل دې چې په سيسټماټيكه توګه په دايمی توګه د څو پانګوالو هيوادونو اقتصادی مشكلات نورو هيوادونو ته انتقالیږی . علوم او تيكنالوجيكی پرمختګونه په انحصاری ډول د يوې خاصې ډلې په اختيار كې دی ، او په ډيرو موردونو كې د سياسی هدفونو د تپلو په اوزار بدل شوی دی . هغه ځای او انسانی كلتورونه چې د زرګونو كلونو د كوشش نتيجه او د انسانانو په الهی فطرت ولاړ او ددرستو ملتونو ترمينځ ګډ او د بشری ټولنې له ښكلاو دی ، په منظمه توګه تر حملې لاندې راغلی دی ، چې د بې هويتی په ورتپلو سره پر ملتونو د سلطې زمينه برابره شی . د ښځې شخصيت او دكورنۍ اساس د تباهی په خطر كې راغلې دې ، او په درستو ملتونو له اجتماعی او وګړنيز بې هويتی د يوه خاص ژوند د ورتپلو لپاره پراخی هلې ځلې روانې دی . له سياسی نظره د ملتونو خپلواكی او اساسی حقوق په دايمی توګه په خطرې كې دی ، او په بيلا بيلو پلمو سره هيوادونه تر نيواك لاندې راوستل كیږی ، په ښكاره د ملتونو له اقتدار او پرمختګ سره دښمنی او د هغو په وړاندې خنډونه رامينځته كیږی . د وسلو خرڅول په درامد لرونكی تجارت بدليدا عادی چاره ګرځيدلی ده ، او د دې لپاره چې د وسلو بازار ګرم پاتې شی ، جنګونه ، او په ملتونو او هيوادونو اختلافات تپل كیږی . د انسان قاچاق ، د نشه ايزو موادو كر او ويشل ، تر هه ګر ی په ښكاره د ملاتړ ، پياوړی او ًپراخیږی . او په دې ډو ل سوله او دوامده امنيت ، په يوې نه ترلاسه كيدونكی ارزو بدل شوې دې . ښكاره ده چې د تاوانونو ، مشكلاتو اوګډوډيو د اړخونو د څیړولو لپاره ډير وخت ته اړتيا لرو . ګرانو ملګرو د دغه بهير د اصلاح لپاره د ناپيلی غورځنګ د مشرانو په شمول ازادی غواړو ، مصلحانو او عدالت غواړو په ځلونو پام كړې دې او يو لړ پاڅونونه یې رامينځته كړ ی او ډيرې هلې ځلې یې كړ يدی ، خو د دغو سپیڅليو هلوځلو له ډيرو مثبتو او ارزښتمنو اثارو سره سره تراوسه د چارو بهير په اساسی توګه د دوامدارې سولې او عدالت په لړ كې د ملتونو په ګټه ندې بدل شوې . مهمه پوښتنه دا ده چې علت یې څه دې ؟ ځينې تينګار لر ی چې په دوكې د موجود وضعيت علت د ملتو په كمزورتيا پورې وتړ ی . ايا له دې پرته بل څه دی چې د دوامدارې سولې او بشری ایډيالونو نه پوره كيدا بايد په نړۍ د واكمن مديريت ، كړچار او ليدتوګې په بنسټ كې ولټول شی ؟ د ملګرو ملتو له جوړيدا سره سره چې ډيرې هيلې یې رامينځته كړې ، او همداراز د زړه سواندوپراخې هلې ځلې ، خو په نړۍ واكمن مديريت د دې خنډ دې چې شرايط ښه شی او د د ومداره امنيت او سولې په ځای پر ځای كيدا سره د نړۍ د خلكو لپاره ښه ژوند برابر شی . مهربانی وكړې لږ ځير شی ،په دنيا واكمن مديريت په وروستی پیړۍ كې د نړۍ د موجود وضعيت د اصلی عامل په توګه دوې مهمې او اغيزمنې ځانګړنې درلودلی دی . لومړې ، انحصاری والې ، ډيره ښه روښانه ده چې د نړۍ په اقتصاد او د قدرت په اصلی مركزونو د مديريت انحصار د څو خاصو حكومتونو بلكې څو پانګوالو ډلو په كنټرول كې دې . د بيلګې په توګه د پيسو په نړيوال صندوق او نړيوال بانك كې زمونږ ټولو په غړيتوب سره سره د څو خاصو حكومتونو دباونه او ورتپنې د دغو دو اورګانونو د خپلواكه كارپيژاندو ،د كارپيژاندو مديرانو د عادلانه نظرونو د اعمالولو خنډ كیږی ، په دې ډول چې په عمل كې په ډيرو موقعو نړيوال بانك او د پيسو نړيوال صندوق په زوره د يو اړخيزه او هماغو ګټه اخيستونكيو حكومتونو سياستونو توجيهونكی كیږی . د امنيت شورا په مديريت كې انحصار هم په بشپړه روښانه دې . له ۶۵ كلونو وروسته او د فلسطينی ملت په حقه حقوقو د درستوملتونو له اعتراف سره سره د امنيت شورا كړچار په عمل كې د تپلی او جالی صيهونيسټ رژيم د جنايتونو ، ظلم او نيواكګری د پراختيا او تثبيتيدا سبب شوې دې . په عراق ، افغانستان او پاكستان كې په پراخه توګه خلك په منظم ډول وژل كیږی او امنيت شورا د دغه وضعيت توجيهه كونكی ده . ځكه چې د دغو پیښو اصلی لورې د وټو په ناعادلانه حق سره د امنيت شورا دايمی غړی دی . كوم خپلواكه ملت توانيدلې دې چې له كومې اندیښنې او يا امتياز وركولو پرته خپل اساسی حقوق په امنيت شورا په تكیې سره ترلاسه كړې شی ؟ اصولا څرنګه دا تصور كيدلې شی چې د امريكا او انګلستان په شان د حكومتونو په لاس كې د وټو له انحصاری حق سره سره چې تل د ټولو لانجو لوری دی ، امنيت شورا لپاره د خپلواكه او عدالت چورليزه عمل امكان پاتې شی ؟ خپلواكه حكومتونه او ملتونه د خپلو حقو قو د احقاق لپاره خپلواكه مرجع نلر ی . امنيت شورا حتی د عمومی اسمبلۍ اختيارات هم ترلاسه كړ ی دی او په هغې یې خپله سلطه ورتپلی ده . دوهم ، سلطه غوښتنه او ځان منمی ، مونږه ټولو ته پته ده چې د نړۍ په اصلی مركزونو ننی واكمنان هماغه پرونی استعمار ګران او غلامونو درلودونكی دی چې په نويو شعارونو او رودو سره د نړۍ د شتمنيو او قدرت په مركزونومسلط شوی دی ، له دې پرته چې د هغو د ځان منمی او سلطه غوښتنې روحيه بدله شوی وی . هغو ځانونه اصل او برلاسې توكم او نور ملتونه غلام او پست توكمه بولی . ځانته داجازه وركو ی چې د قومی ، مذهبی او توكميزو نښتو او اختلافاتو په رامينځته كولو سره د ملتونو سرچينې تباه او په هغو د خپلې سلطې زمينه برابره كړ ی . ځان مجاز بولی چې د ملتونو سپكاوې وكړ ی او د هغو حقوق ضايع كړ ی او دخپلو اقتصادی مشلاتو داواری لپاره جنګونه رامينځته كړ ی او د نړۍ ګڼ شمير خلك قتل عام كړ ی . ځانته دا حق وركوی چې د نورو ټولنو د پرمختګ مخخ ونيسی ، د ماتونو شتمنی لوټ كړ ی او د هغو شخصيت او خپلواكی داغی كړ ی . دوی حتی پخپلو خلكو هم رحم نه كو ی ، د شمالی امريكا او اروپا د خلكو وضعيت وګورې . په دغو هيوادونو كې خلك د څو انحصاری ګوندونو سلطه غواړو بنديان دی او د سلطه غواړی او انحصار غواړی مديريتونو په اعتراض كې د هغو اعتراض كوم ځای ته نه رسی . ملتونو اوله انسانانو سره د دلچسپۍ ، مينې او عشق د پراخولو پر ځایې د هغود مديريت اساس له ځان منمی راوتلی د كينې او په نړۍ كې د دښمنی او اختلاف دودول دی . هغو يوازې په خپلو روا او ناروا ګټو فكر كو ی او د هغو په فكر كې د عدالت ، ازادی ، انسانی كرامت ، د ملتونو د اساسی حقوقو په شمول الهی او انسانی ارزښتونه كوم ځاې نلر ی او بايد د هغو د نامحدودو ګټو قربانی شی . معلومه ده چې دغه مديريت د درستو ملتونو او حتی پخپله د هغو په تاوان او د هغو دوام په پريكنده ناممكنه دې . بايد مهم بدلون رامينځته شی او شرايط د انسان په ګټه بدل شی . بايد د منصفانه ، پراخ منطق او ګډ ژوند په اساس دولاړې د نوی نړۍ د رامينځته كولواو د تفاهم ، ملګرتيا او د نړۍ په مهمو فيصلو كې د مشاركت لپاره راپاڅیږو . زما ملګرو ، په دې لړ كې تر ټولو مهمه او اصلی موضوع د نويوال مديريت خبره ده چې بياد په اساسی او اصول توګه اصلاح شی . او كه ټول كښينو او په نړۍ د واكمن مديريت له اساسی بدلونه پرته په زرګونو ښې وړكوټې او سترې فيصلې غوره كړو ، او د هغو د اجرا لپاره كوشش وكړو ، زمونږ پړاو به هم ختم شی ، بې له دې چې اساسی او برخليك ټاكونكې پیښه را منځته شی . بايد په نړيوال مديريت كې د ملتونو په ګټه او د عدالت په چورليز اساسی بدلونونه را منځته شی . روښانه ده چې راتلونكئ مديريت بايد دوې اساسی ځانګړنې ولری . اول الهی او انسانی ګډ ارزښتونه لكه عدالت ،آزادی ،انسانی كرامت ،د حقوقو پرځایښت ، متقابل درناوئ او په ټوله نړۍ كې بشريت او انسانانو ته درناوئ او له هغو سره مينه ، درنو همكارانو د مينې او محبت له دوديدا د انسانانو تر منځ په اړيكو كې د ځان غوښتنې او سلطه طلبۍ پر ځای د دوستۍ او مينې له ځای پر ځای كيدا پرته د سوكالۍ ، پرمختګ ،آرامۍ او سولې را منځته كيدا امكان نه لری . مریږ ساتنه ، استعمار ،چور چپاول ، سلطه غوښتنه او د جګړو د اور بلونه له مينې د لږ شمير خو قدرت مندو زړونو د خالی كيدو او په هغو كې د كينې او ځان غوښتنې د ځای نيولو له امله دی . ټول بايد د مينې او دوستۍ د دودولو غوښتنه وكړو او د نړۍ مديريت بايد د داسې كسانو په لاس كې وی چې زړونه ېې له انسانانو سره له مينې ښیګڼو، عدالت آزادۍ او انسانی كرامت ډك وی . هغه كسان چې د ملتونو په غم غمجن او په ښادۍ ېې ښاد وی له ټولو سره مينه ولری او ټول هم ورسره مينه ولری . د شخصی اوګوندی ګټو او په نورو د تسلط غوښتونكی نه وی بلكې د انسانانو حقوقو او ګټو ته په ټولو ترجيح وركړی . دوهم په مديريت كې د ټولو ګډون دئ . تجربې ښودلې په هر كار په تيره په نړيوال مديريت كې انحصار فساد راوړونكئ دئ . بايد داسې فضاء را منځته شی چې ټول د عدالت په فضاء كې په زړه سوزوونكی ډول او په مينې او محبت سره د نړۍ په مديريت كې شريك وی . په نړيوال مديرت كې انحصار بايد مات شی كه ټول په مديريت كې فعال ګډون ولری د تبعيض تحميل او سلطه غوښتنې امكان تر ټولو لږ كچې ته رسیږی . او د ټولو لپاره له امكاناتو د برخمه من تياډير فرصت برابریږی . درنو حاضرينو ! څرګنده ده چې بايدد ټولنيزو تعاملاتو او فكر بنسټ بايد له ځان غوښتنې او سلطه طلبۍ عشق او محبت او په درناوی او عدالت ولاړ تعامل ته بدلون ومومی . د دغه لوی انسانی آيديال پرځایښت زما او ستاسو دنده ده دا په اصل كې د څو سوه كلنو دردونو بنسټيزه درملنه او يو كيدونكئ كار دئ . موږ د ډيرو او پريمانه توانمنيو درلودونكی يو ،كولای شو په ټوليز ګډون او مشاركت لازم كارونه من جمله سياسی قضاء ،د پيسو صندوق ، بانك بيمه او خپلواكه اقتصادی جوړښت ولرو . او د سوداګرۍپه برخه كې د نويو لارو چارو په ابداع سره د تهاتريا شی په مقابل كې د شی په څير په ارزی اسعارو مبادله وكړو ،او په نړيوالو مبادلاتو د ځانګړو اسعارود سلطې په حذفولو سره د خپلو ملتونو لپاره ښه شرايط برابر كړو او د نړيوال مديريت په لارو چارو ډير او اغيزمن اغيز ولرو كولای شو له خپلو كلتورونو په ساتنه د خپلو ځوانانو او ميرمنو د وياړ لپاره ښه او بهتر پروګرامونه په لاره واچوو . ناپيلئ غورځنګ د خپل وجودی استمرار دتضمين او خپلو لوړو اهدافو ته د رسيدو او بنسټيز تأسيس لپاره بايدد ځوانانو او ميرمنو له ظرفيتونو د غورځنګ د نړيوالې غوړيدا لپاره ګټه واخلی . زما باور دا دئ چې د نړيوال مديرت پرځایښت چې د آزادئ ، انسانی كرامت او عدالت په اساس د سولې تضمينوونكئ دئ د ناپيلی غورځنګ د ارواښادو مشرانو د هيلو خلاصه ده او دا هغه دروندمسئوليت دئ چې اوس زموږ او تاسو په اوږو بار شوئ . د ناپيلی غورځنګ د غړو او څارونكو هيوادونو ظرفيتونه ډير پراخ دی . غورځنګ كولای شی په نړيوالو اړيكو كې د غړو او د سولې او عدالت په ګټه برخليك ټاكونكئ رول ولوبوی . موږ كولای شو د لنډ مهاله دار انشاء په جوړولو سره په بيلابيلو سياسی ، اقتصادی او كلتوری برخو كې د غړو هيوادونو د توان په زياتولو او لازمې پلانونې سره د دوه اړخيزو او څو اړخيزو ملګرتياوو د ښې دنيا د جوړولو او دوامداره سوله ځای پر ځای كړو . غورځنګ كولې شی چې په منظمه توګه له ملګرو ملتو او په اړنده اورګانونو كې د جوړښت او مديريتی كړچار د اصلاح په لړ كې ښه مرسته وكړ ی . د ايران ستر ملت په ډيرو تاريخی تجروبو او دقدرتونو له ظالمانه دباونو او مشكلاتو سره په مقابلې كې په سترو برياليتوبونو سره چمتووالې لر ی چې د تاسو په څنګ كې او د تاسو په مشاركت او ګډون سره د نړۍ د مديريت د اصلاح او په نړۍ كې د صالح مديريت د ځای پر ځای كولو لپاره له خپلو درستو ظرفيتونو استفاده وكړ ی . دوستانو ، له نيكه مرغه د تاريخ په مهم پړاو كې يو . دماركسيستی نظام ټغر ټول شوې دې او د سلطه پال پانګوال نظام هم په ختميدو دې ، او د هغه تاريخی پړواو رسيدلې دې . دا حقيقت د ناپيلو ملتونو د سمې فيصلې دې چې له دغه غورځنګ سره په يو ځای كيدا سره د نوموړيو نظامونو تاريخی انحراف تشخيص او باطل وباله . نن د ملتونو ، د ناپيلی غورځنګ د اصلی ایډيا لونو د تعقيبولو او بيا تعريفولو او د ټولو ایډيالونو او انسانی هدفونو د تحقق ورځ ده .بې شكه كه د دغه عظيم نړيوال غورځنګ له ظرفيتونو كافی ګټه پورته كړې شی ، نوپه لنډ وخت ، كم تاوان او ارامښت سره له موجودو تيريدونكيو شرايطو نوی پړاو ته داخليدلې او د بشريت مخ ته نوی نړيوال افق پر انستلې شو . له نيكه مرغه په ګډ نړیړال مديريت كې زمونږ هدفونه په درستې دنيا كې د دوامدارې سولې ، عشق او عدالت په ځای پر ځای كولو كې هماغه د الهی انبياو او صالحانو ګډ ایډيال دې . ستر خداې دا وعده وركړی ده ، چې هغه ورځ چې ملتونه چمتو شی ، او اراده وكړ ی ، نو دغه ستر ايديال به د ملتونو د موعود ، د انسانانو د حقيقی عاشق ، حقيقی او پراخ عدالت راوستونكی حضرت مهدی عج د حضرت عيسی عليه سلام په ملګرتيا او درستو صالحانو ، عدالت غواړو او ازادی غواړو سره په نړۍ كې ځای پر ځای شی . هغه پړاو ته د رسيدا ځانګړنه ، عشق ، يو زړه والې ، نړيواله كتنه ، ملګرتيا و ګډ مديريت او د فعالو ملتونو او حكومتونو شتون دې . دغه سمه لاره او په حقيقت كې د بشريت مخې ته يوازنۍ لا رده ده . هغه لار چې البته د نړۍ ښځې او سړی به په اګاهی ، ليوالتيا او پياوړتيا سره پكې ګامونه كیږدو ی . دا لاره ده او لاره خلاصه ده ، او اوس د لارې پيل دې . يو ځل بيا له هغو ټولو كسانو چې مرسته او كوشش یې وكړ ، چې دغه غونډه جوړه شی او بريالی ترسره شی ، مننه كوم ، او د تاسو د دوستی او ملګرتيا لاس زور كوم ، او د تاسو د ټول ملګرتيا اوملاتړ هيله كوم . د وينزويلا اولسمشر محترم چاوز ته مباركی وايم او د هغه لپاره هم د راتلونكی پړاړو لپاره د برياليتوب هيله كوم ، له تاسو ټول منندویې يم .
1088027
captcha