د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اردن چاپ ((الدستور)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، دغه سيمينار به د مصر او عربو هېوادونو د بېنكونو او پانګونې د يو شمېر ماهرانو، څېړونكو او تاجرانو په ګډون سره جوړ شی.
په دغه سيمينار كښې به ګډون كوونكی ((په مصر كښې د ترقۍ په ترلاسه كولو كښې د اسلامی پانګونې كردار)) په شان مختلفو موضوع ګانو په باره كښې څېړنه وكړی او په مختلفو اقتصادی طرحو كښې د پانګونې كېفيت او د اسلامی پانګونې او دوديزې پانګونې ترمېنځ د فرق په حقله به بحث او مباحثه وكړی.
د اسلامی- مالی بازار اوزارونه منجمله ،اسلامی ډيپازټ سرټيفېكېټونه، د اسلامی پانګونې فنډونه، د اسلامی پانګوننې د صنعت د ودې لپاره د قانونی شرائطو برابرول او په اسلامی پانګونه كښې د وقف او زكات كردار په دغه سيمينار كښې د بحث او څېړنې وړ نورې موضوع ګانې اعلان شوی دی.
د مصر د اسلامی پانګونې د انجمن د اداردی شورا مشر محمد البلتاجی څرګنده كړه: د مصر او د نړۍ د نورو هېوادونو د پانګه والو ته د اسلامی پانګونې د پراختيا د فرصت د وركولو او ترقۍ حاصلولو لپاره د اسلامی پانګونې په ډګر كښې د نويو اوزارونو وړاندې كول د دغه سيمينار د جوړولو له مقاصدو څخه دی.
1086945