IQNA

ملائشيا د مسلمانو سيلانيانو د ترټولو زيات شمير كوربنه

20:58 - August 30, 2012
د خبر لمبر: 2401894
بين المللی ډله: د نويو تحقيقاتو نتايج ښودنه كوی چې د ملائشيا هيواد هركال له ټولې نړۍ څخه د ترټولو زياتو مسلمانو سيلانيانو كوربه وی.
د «Muslim Village»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغو تحقيقاتو نتايج چې د مسلمانانو د مسافرتونو د شمير په اساس ترسره شوی دی د دې بيانونكی دی چې د ملائشيا نه پس تركيه او متحده عربی امارات هر كال د ترټولو زياتو مسلمانو سيلانيانو كوربانۀ دی.
له دغو دريو هيوادونو نه پس سنګاپور، روسيه، چين، فرانسه، تايلينډ او ایټاليا د مسلمانو سيلانيانو د پام وړ هيوادونه دی.
په ترسره شويو تحقيقاتو كښې څرګنده شوه چې ٦٧فيصده مسلمانان د حلالو خوراكونو د شته والی د امكان په اساس د خپلو سفرونو مقصد ټاكی.
د دغو تحقيقاتو نتايجو همداشان وښودله چې اسلامی ټوورازم تيركال ١٢٦.١ميليارډ ډالره ګټه درلوده چې دا، د ټولې نړۍ له ټوورازم څخه د ترلاسه شوې ګټې ١٢.٣فيصده ده. 1087323
captcha