د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود د تركمنستان له پرمختګ څخه د خوښۍ په څرګندولو په ډاګه كړه د خزر سمندرګی په څير په بيلابيلو مسئلو كې د ګډو ګټو په چورليز د ملګرتياوو پراختيا بايد د دواړو هيوادونو د اړيكو د پراختيا بنسټ وګرځول شی.
ښاغلی محمدوف هم په دې ليدنه كې هغوی ته د خپل ملت د تودو سلامونو له وړاندې كولو وروسته وويل هيواد به ېې له خپل لوی ګاونډی ايران سره د اړيكو پراخولو لپاره له خپلو ټولو ظرفيتونو كار واخلی.
د تركمنستان ولس مشر په تهران كې د ناپيلی غورځنګ سر مشريزه غونډه مهمه وبلله او زياته ېې كړه د دې غوڼدې پايلې به د غورځنګ د موخو په پرځایښت كې مثبتې رول ولری.
د ويلو ده چې د ناپيلی غورځنګ ۱۶ مه سر مشريزه غونډه پرون د انقلاب د معظم لارښود په وينا پيل او نن به د وروستی سند په تصويب سره پای ته ورسی.
1088182