IQNA

9:46 - August 31, 2012
د خبر لمبر: 2402009

ايت الله خامنه ای: له ګاونډيانو سره دوستی او مرسته د اسلامی ايران سياست دی

سياسی ډله: زموږ د خبريال د راپور له مخې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ايی د تركمنستان له ولس مشر قربان قلی بردی محمدوف سره په ليدنه كې زياته كړه د دواړو هيوادونو پراخو او بيلابيلو ظرفيتونو د ملګرتياوو د پراختيا زمينه برابره كړې ده.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود د تركمنستان له پرمختګ څخه د خوښۍ په څرګندولو په ډاګه كړه د خزر سمندرګی په څير په بيلابيلو مسئلو كې د ګډو ګټو په چورليز د ملګرتياوو پراختيا بايد د دواړو هيوادونو د اړيكو د پراختيا بنسټ وګرځول شی.
ښاغلی محمدوف هم په دې ليدنه كې هغوی ته د خپل ملت د تودو سلامونو له وړاندې كولو وروسته وويل هيواد به ېې له خپل لوی ګاونډی ايران سره د اړيكو پراخولو لپاره له خپلو ټولو ظرفيتونو كار واخلی.
د تركمنستان ولس مشر په تهران كې د ناپيلی غورځنګ سر مشريزه غونډه مهمه وبلله او زياته ېې كړه د دې غوڼدې پايلې به د غورځنګ د موخو په پرځایښت كې مثبتې رول ولری.
د ويلو ده چې د ناپيلی غورځنګ ۱۶ مه سر مشريزه غونډه پرون د انقلاب د معظم لارښود په وينا پيل او نن به د وروستی سند په تصويب سره پای ته ورسی.
1088182
captcha