IQNA

صهيونيستی رژيم او د لويدیځ والو سلطه غوښتنه د سيمې او جهان لپاره ستر ګواښونه دی

9:46 - August 31, 2012
د خبر لمبر: 2402010
سياسی ډله: زموږ خبريال وايی د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمد نژاد نن د مصر له ولس مشر محمد المرسی سره په تهران كې د كتنې په ترځ كې زياته كړه مستكبران هیڅكله هم د خپلواكه لتونو پرمختګ نه شی زغملای او له ملتونو سره د هغوی دوستی او دوښمنی هم د هغو ګټو په اساس ده چې دوی ېې په نړيواله كچه تعقيبوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا چې له ولسمشر له دفتر د اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې ښاغلی احمد نژاد په دې بيان سره چې مصر او ايران ګډ كلتور او تمدن لری زياته كړه په ډاډ سره د مصر د ملت ځایګا تر هغې لوړه ده چې اوس ېې مصريان په خپل واك كې لری.
د ايران ولس مشر وويل د مصر او ايران پرمختګ او يوالئ د ټولو ملتونو په ګټه ډی او له نيكه مرغه داسې ظرفيتونه لری چې كه يو د بل په څنګ كې وی له نورو به بې نيازه شی.
ولس مشر په دې بيان سره چې د سيمې ملتونه بياد خپلې مسئلې په خپله هوارې كړی زياته كړه د سورېې په اړه بايد په داسې ډول عمل وشی چې د خلكو د وژلې له درولو سر بيره په دې هيواد كې د خلكو اراده واكمنه شی خو په هيوادونو كې مداخله به هیڅوك هم ونه شی منلای.
ښاغلی مرسی هم وويل د مصر او ايران د خلكو تر مينځ د مينې او دوستۍ احساس متقابل دی او د سيمې د ملتونو حقيقی مصلحت په دې كې نغښتئ چې ټول له موجودو جوړښتونو په استفادې د هر اړخيزو اړيكو په اساس يوه مناسبه لاره غوره كړی.
هغه د شام په اړه څرګنده كړه مصر ايران خپل يو ستراتژيك شريك ګڼی او غواړی د سيمې د بدلونونو په اړه راتلونكې ته په مثبت لرليد سره يو مناسب وضعيت را منځته كړی.
1088405
captcha