IQNA

د لبنان د شيعه مسلمانانو د مشر د تښتول كېدو څلوردېرشمه كليزه - امام موسی صدر به تل له مقدساتو څخه په دفاع او مقاومت باندې پخلے كوۀ

21:02 - August 31, 2012
د خبر لمبر: 2402151
نړيواله ډله: په تهران كښې د لبنان د امل غورځنګ دفتر د امام موسی صدر او د هغۀ د دوو ملګرو د تښتول كېدو د كليزې په مناسبت يوه بيانيه جاری كړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امام موسی صدر نومې موسسې د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د دغې بيانیې متن په دا ډول خپور كړ:
د امام موسی صدر او د هغۀ د دوو ملګرو شېخ محمد يعقوب او خبريال عباس بدرالدين د تښتول كېدو څلوردېرشم كال تېریږی او دا په داسې حال كښې دی چې زمونږ مسلمان امت د دښمنانو او ګټه لټوونكو دښمنانو تر يرغل لاندې يو. دغه تيری د صهېونېسټانو د پراختيا غوښتونكو او د ټولو زمكو د يهودی كوونكو سياستونو په چوكاټ كښې ترسره كیږی.
امام موسی صدر تل د اسرائيلو د سياستو خبردارے وركوونكے ؤ او ټولو ته به یې له مقدساتو څخه په دفاع او د قبضه شويو سيمو په ازادولو كې كردار ادا كولو او د مقاومت د مضبوطولو بلنه وركوله.
دغه بزرګوار رهبر او امام د معاصر تاريخ د ډېر مرددو او منفور جنايتكار او ډېكټېټر معمر قذافی د ستر او له مخكښې نه تيار شوی سازش ښكار شو.
له دومره زياتو كلونو له تېرېدو نه پس مونږ خپله ذمه واری ګڼو چې د لېبيا له جېل څخه د دغه قدرمن امام او عزتمنو دوو ملګرو د ازادۍ لپاره له تاسو سره په يو اواز او مرستې سره حقائق د نړۍ غوږو ته و رسوو. د هغه امام او رهبر په خاطر چې ځان یې د اسلامی او مسلمانانو د رنځونو او دردونو د كمولو لپاره وقف كړے ؤ.
١- د دغه عزتمن امام د تښتولو ذمه واری د مجرم معمر قذافی او د هغۀ د نسكور شوی ډېكټېټرانه حكومت په غاړه ده. دا د هغو تحقيقاتو له مخې دی چې د اېټلی او لبنان عدالتونو پر تاكيد لرلے دے او په دې اړه یې څرګند او روښانه احكام هم جاری كړی دی.
٢- امام او د هغۀ ملګری ژوندی او په لېبيا كښې موجود دی او دا مسئله د قضائی او امنيتی اقداماتو په لړ كښې د لېبيا د چارواكود لا زياتو او چټكو كوششونو لپاره د دغو چارواكو د همت له رابرسېره كېدو سره تړاو لری.
٣- د ايران او لبنان دواړو هېوادونو د حكومتونو او ملتون لخوا د دغه لورتبه دينی عالم او رهبر د ازادۍ لپاره كوشش يوه طبيعی خبره ده، ځكه چې امام موسی صدر ايرانی او لبنانی شهريت لری.
امام موسی صدر به فرمايل: هر ځاے كښې چې يو حق ترمېنځه وی مونږ هلته موجود يو))
د يادونې ده چې د لبينان د شيعه مسلمانانو مشر او د صهيونېسټ رژيم په خلاف د مقاومت بانی امام موسی صدر او د هغۀ دوه ملګری د ١٣٥٧ هجری نمريز كال د وږی په نهمه نېټه په هغه سفر كښې چې په لېبيا كښې یې د معمر قذافی په رسمی بلنه ترسره شوے وو بې دركه شول چې د شهادت او ژوندی والی په باره كښې یې ګڼ شمېر رپوټوونه تراوسه خپاره شوی دی.
1088378
captcha