د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د رهبرۍ د خبرګانو د شورا غړی ايت الله محمد امام كاشانی نن د وږی د مياشتې په لسمه نېټه د تهران د جُمعې د نمانځه په اوله خطبه كښې د غېروابسته غورځنګ د غړيو هېوادونو د مشرانو شپاړسمې غونډه ته په اشارې سره په تهران كښې د داسې يوې غونډې جوړېدل په بين الاقوامی ډګر كښې د تهران د سياسی قوت ښودنه وبلله او څرګنده یې كړه: د غېر وابسته غورځنګ غونډې جوړيدل په داسې وخت كښې د ايران داسلامی جمهوريت سياسی او اجتماعی مانوره ده چې ايران په مختلفو نفسياتی، كلتوری، اقتصادی او سياسی ډګرونو كښې د حملو هدف ګرځېدلے دے نو داسې يو حركت د اسې حركت د استكبار او غرب جوړ كړې شوی او ناجوړ كړې شوی ټول پلانونه تس نس كړل او د هغو بنياد یې راونړوۀ.
هغۀ د دې په بيانولو سره چې د قوت ښودنه او سياسی مانوره د خداے د ګران رسول (ص) په ژوند مبارك كښې ليدل كیږی وويل: پېغمبراكرم (ص) به كله كله سياسی قوت ښودنه ضروری ګڼله چې د نمونې په توګه د تبوك جنګ ته اشاره كولې شو.
هغۀ د دغې غزوې په دوران كښې د روم له امپراطورۍ سره د رسول پاك (ص) دوستانه سلوك ته په اشارې سره وويل: اسلام په داسې تګلارې سره اېټمی وسله حرامه بولی؛ د غېروابسته غورځنګ د غړيو هېوادونو له نمائندګانو سره په عمومی او خصوصی غونډو كښې د اسلام د منطبق او روش وړاندې كول پكار دی په نړۍ كښې په ښۀ ډول منعكس شی چې ټول له اسلام او اسلامی انقلاب سره اشنا شی.
امام كاشانی همدارنګ په نړيوال ډګر كښې د ايران د تنها كولو په حقله د غرب چټی دعوې ته په اشارې سره وويل: د نړۍ ملتونه نن دايران ته متوجه دی، ايران په دنيا كښې يو خاص عظمت او عزت پېدا كړے دے.
هغۀ د دې په بيانولو سره چې عزت او عظمت د الهی قوانيونوپه لاره كښې تګ دے څرګنده كړه: د غېر خداے لاره ذلت دے ، د الهی قانون اجرا عزت راوړی او د هغوی ترپښو لاندې كول ذلت دے نو پكار دی په دې باندې ځانونه پوه كړو چې د عزت او ذلت لاره كومه يوه ده؟
ايت الله امامی كاشانی د نمانځه په دويمه خطبه كښې د غېروابسته غورځنګ د غړيو هيوادونو د مشرانو په غونډه كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د وېنا يوې برخې ته اشاره وكړه او وې ويل: معظم له په خپله وېنا كښې دې ټكی ته اشاره وكړه چې په غېر وابسته غورځنګ كښې د هر نسل او هر مذهب شخصيتونه راغونډ شول چې دا چاره په دې معنا ده چې ټول له يوه لحاظه مشترك دی او كولې شی مشترك هدفونه ولری چې هغو ته د رسېدو لپاره په يوه لاره حركت وكړی.
د جمعې د نمانځه خطيب د سورۀ انبياء ١٠٥ مبارك ايت ته په اشارې سره وويل؛ په دغه مبارك سورت كښې خداے پاك ته د بشری ټولنې په توجه او د يو واحد امت په جوولو باندې تاكيد شوے دے؛ دا چې د دغه سورت په ١٠٥ مبارك ايت كښې راغلی دی:«وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِی الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يرِثُهَا عِبَادِی الصَّالِحُونَ» په قران شريف كښې دغه زېرے وركړے شوے دے او دغه نړيوال زېرے او حركت پكار دی له يو ځاے څخه شروع شی او داسې ښكاری چې په تهران كښې د غېر وابسته غورځنګ غونډه د دغه هدف د پوره كېدولپاره يو ښۀ پېل دے -او معظم رهبر هم په دې ټكی باندې تاكيد كړے دے چې پكار دی غېروابسته هېوادونه حركت وكړی.
هغۀ زياته كړه پكار دې غېروابسته غورځنګ داسې وی چې په دنيا كښې د امن او امان له برقرارۍ نه علاوه د صهيونېسټانو دنده او ورسره چلند په ډاګه كړی او همدارنګ د ملګرو ملتو د تنظيم جوړښت اصلاح كړی.
پكاری دی غېروابسته غورځنګ په يو تنظيم بدل شی او په قانونی توګه تصويب شی چې په داسې حال كښې به زيات قوت پېدا كړی او په هر ځاے كښې چې يوه حادثه او پېښه رامنځته شی نو غونډه پرې جوړولې او اثر پرې كولې شی.
هغۀ په اخېر كښې وويل په داسې حال كښې چې ايران د دغه غورځنګ مشری په غاړه واخېسته ورته پكار دی چې دې غونډې ته يو جوړښت او محتوا وركړی او په دنيا كښې د عدالت او انصاف د پراختيا لپاره كوشش وكړی كه څه هم امريكا او صهيونېسټ رژيم نۀ غواړی چې داسې وشی خو دا حركت مخ په وړاندې روان دے
1088451