IQNA

د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره تيره شپه يوشمير بهرنيو مشرانو خبرې وكړې

13:14 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402627
سياسيی ډله: د ناپيلی غورځنګ په غونډه كې د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره د بنين اوسوډان ولسمشرانو ليده كاته اوخبرې اترې وكړی . همدارنګ د اسلامی انقلاب له ستر لارښود په پرون مازدیګر د بنين او د افريقايی اتحادیې له دوره يی مشر سره د لويدیځو قدرتونو په وسيله د افريقا د لویې وچې استعمار او افريقايی هيوادونوته له دې نيواك څخه اوښتو زيانونوته په اشارې سره وويل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت آ... خامنه ای پرون مازدیګر د بنين او د افريقايی اتحادیې له دوره يی مشر سره د لويدیځو قدرتونو په وسيله د افريقا د لویې وچې استعمار او افريقايی هيوادونوته له دې نيواك څخه اوښتو زيانونوته په اشارې سره وويل چې له دې استعمار څخه د خلاصون يواځنی لاره د خپل اصلی هويت موندل او په داخلی ځواك تكيه كول دی .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د خپلواكه هيوادونو تر منځ مرسته اوهمغوی اړين وبلل او د دښمنانو پر وړاندې یې په بيداری هوښيارتيا او يووالی ټينګار وكړ.

د بنين ولسمشر هم له ايران سره د جدی همكاريو په چمتووالی په ټينګار سره وويل چې دا غورځنګ دنړی دوه پرديو هيوادونوپه غړيتوب درلودلوسره په نړی دمطلوبو اغيزونو درلودونكی دی .

همدغه راز د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت آلله خامنه ای پرون مازدیګر د سوډان ولسمشر سره د ليدنې پر مهال د اسلامی امت د بدغواړو د دسيسو پروړاندې د اسلامی هيوادونو په هوښيارتيا او يو والی ټينګار وكړ.

نوموړی دسوډان له ولسمشر عمر البشير سره دخبرو پرمهال په ډاګه كړه اسلامی هيوادونه بايد هوښيار وی اودسيمې په مهمو مسائلوكې داسلامی امت دبدغواړو ددسيسوپروړاندې خنډ او مانع شی اوبايد ډير ځيرك ووسی ترڅو دحالاتوپه پيژندنه او څیړنه كې تيروتنه رامنځته نشی

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله خامنه ای وفرمايل ناپيلی غورځنګ د اسلامی هيوادونو د يوالی لپار ه ښه ظرفيتونه لری ترڅو د سوریې او فلسطين د مسائلو په اړه د عمل نوښت اختياركړی

دسوډان ولسمشر عمرالبشير داسلامی انقلاب له ستر لارښود څخه په مننې او دايران په مشری دناپيلی غورځنګ په ښه ډول پرانستلو په ستاينې سره وويل دسوریې او فلسطين مسائل دسيمې مهم او اندیښمنونكی مسائل دی او بايد چې دهغه دهواری لپاره دغورځنګ له ظرفيتونو ګټه پورته شی .

1088560

captcha