IQNA

د لندن په اسلامی كالج كښې د ((عرفان او قران)) په موضوع د غونډو لړۍ جوړیږی

22:02 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402795
نړيواله ډله: په مثنوی او معنوی باندې په تمركز سره د عرفان او قران په موضوع د غونډو يوه لړۍ د څلورو هفتو په موده د لندن په اسلامی كالج كښې د شورو له ورځې نه جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لندن د اسلامی كالج د عمومی تعلقاتو په نقل سره رپوټ وركړ، دغه غونډې د قرانی عرفان د درك ، د اسلامی عرفان د قرانی ریښو د معنې او د قرانی مفاهيمو د بيان لپاره د عرفان د ژبې د پېژندلو په هدف سره جوړیږی.
په دغو غونډو كښې همدارنګ د مختلفو فكری مكاتبو او بېلګو په تطبيق كښې د قران شريف د درك مختلفې لارې چارې څېړلې كیږی او د عرفانی ادب د شاهكارونو په تېره بيا د جلال الدين رومی د مثنوی څېړنه به وشی.
د ((عرفان او قران)) د غونډو دغه لړۍ به د وږی د مياشتې په ٢٢ او ٢٩ او د تلې د مياشتې په ٥ او ١٢ نېټه د لندن په اسلامی كالج كښې د ځای وخت مطابق د مازیګر په ٦:٣٠ بجې شروع كیږی.
د اكسفورډ د فلسفې فارغ التحصيل، د علامه طباطبائی پوهنتون د علمی پلاوی غړے، او د شورا د جرګې د مركز او كتابتون مشر احمد جلالی چې مخكښې یې د يونېسكو د عمومی ټولنې مشری هم په غاړه لرله د دغو غونډو وېناوال وی. د غونډو دغه لړۍ به په انګرېزۍ ژبه وی.
1088772
captcha