IQNA

د تهران په غونډه كښې د حضرت امام خامنه ای له بياناتو څخه د فلسطينيانو هركلے

22:03 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402796
نړيواله ډله: د فلسطين سياسی شخصيتونو په تهران كښې د غېر وابسته غورځنګ د سرمشرانو په غونډه كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت امام سيد علی خامنه ای له وېنا څخه په هركلی سره دغه غونډه د فلسطينيانو ملاتړ كوونكې وبلله.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وكړ، د فلسطين سياسی شخصيتونو په تهران كښې د غېر وابسته غورځنګ د سرمشرانو په غونډه كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت امام سيد علی خامنه ای له وېنا څخه هركلے وكړ .
حلمی الاعرجی د فلسطين په ملاتړ كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له وېنا څخه په هركلی سره وويل: د تهران غونډه په مطلقه توګه د فلسطين د ملی مسئلې او د فلسطينانو د دریځ ملاتړكوونكې وه او د فلسطينيانو لپاره یې يو لړ لاسته راوړنې لرلې چې په تېرو غونډو كښې یې وجود نۀ ؤ.
د فلسطين د حكومت د ولسمشر سلاكار نمر حماد وويل: په تهران كښې د غېروابسته هېوادونو د مشرانو غونډه د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په راتلونكو غونډو كښې د يو غېر غړی هېواد په توګه په نړيوال تائيد سره د فلسطين رسېدو لپاره يو محرك عامل ؤ.
په دې مېنځومان كښې شناندی او سياستدانان باوری دی، په نړۍ او په تېره بيا په عرب نړۍ كښې بدلونونه به د فلسطين د مسئلې په ګټه وی، ځكه چې د غاصب اسرائيل رژيم په وړاندې د ځينو عربو حكومتونو د نرمۍ زمانه ختمه شوې ده او د ملتونوچې دغه غاصب رژيم خپل دښمن ګڼی د خبرو كولو زمانه رارسېدلې ده.
د فلسطين د پارلېمان نمائنده احمد عطون له فلسطين څخه د اسلامی انقلاب د معظم رهبر او د غېر وابسته غورځنګ د مشرانو ملاتړ ته په اشارې سره وويل: ټول انډولونه به بدل شی او نوې نوې داسې پېښې به رامنځته شی چې سيمه یې مودې مودې كتونكې نه وه په تېره بيا دا چې صهيونېسټ رژيم له زياتو خنډونو سره مخامخ شوے دے او د مشكلاتو په ګرداؤ كښې پښې لاسونه وهی.
1088764
captcha