د «lorientlejour»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان جمهوررئيس پرون مازدیګر د ناپيئلو د غورځنګ له غونډې نه له ستنيدو وروسته د بيروت په هوائی ډګر كښې د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركړل.
دوی د امام موسی صدر د وروستيو خبرونو په هكله د يوې پوستنې په ځواب كښې ووئيل: امام موسی صدر په لبنان كښې د سوله ايز ګډ ژوند تيرولو روحيه پياوړې كړه او د مسلمانانو او عيسايانو ترمينځ د وحدت لپاره ئې لاره خلاصه كړه.
دوی زياته كړه: امام موسی صدر جومات ته د تلونكو او كليسا ته د تلونكو كسانو ترمينځ د هیڅ ډول تفاوت او فرق قائل نه وو، هغو د تفرقه اچونې او د اسرائيلو د رژيم د حملو په مقابل كښې د لبنان د خلكو د وحدت او پيوستون لپاره خپل پوره پوره كوشش كوۀ.
د لبنان جمهوررئيس ټينګار وكړ: مونږ په اوس حال كښې له بل هر وخت نه په زياته اندازه د امام موسی صدر د طريقې پيروۍ ته اړتيا لرو.
دوی د خپلو ويناؤ په پائې كښې ووئيل: د امام موسی صدر او د هغوی د ملګرو د برخليك پیګيری او تعقيبونه اوس هم د حكومت د چارو په وړومبيتوب كښې ده. 1088826