IQNA

احمدی نژاد: له مغولستان سره د ملګرتياوو د پراختيا لپاره د ايران وړتياوې نامحدودې دی

13:57 - September 02, 2012
د خبر لمبر: 2403357
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد بیګا په تهران كې د مغولستان له ولسمشر تساخياګين البګدورج سره په كتنه كې د داړو هېوادونو ترمينځ د ملګرتياوو دوه سندونه لاسليك كړ.
ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر د دفتر د ويب پاڼی یې نقلوی چې احمدی نژاد بیګا په تهران كې د مغولستان له ولسمشر تساخياګين البګدورج سره په كتنه كې د داړو هېوادونو ترمينځ د ملګرتياوو د دوو سندونو له لاسليكېدا وروسته وويل چې د ايران او مغولستان د اړيكو او ملګرتياوو د پراختيا په لاره كې هیڅ خنډ او محدوديت نشته.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د اړيكو د كچې د لوړولو په چوكاټ كې د ايران او مغولستان ډېرو وړتياوو ته په اشارې سره زياته كړه چې په تهران كې د ناپيلی غورځنګ په شپاړسمه سرمشريزه غونډه كې د مغولستان د ولسمشر فعال شتون په دې غونډه كې مهم رول درلود.
http://www.president.ir/fa/41482
captcha