IQNA

د تركی په ((حكيم خان)) ښار كښې نهۀ جوماتونه جوړیږی

22:50 - September 02, 2012
د خبر لمبر: 2403573
اجتماعی ډله: د تركی په ((مالاتيا)) صوبه كښې د جوماتونو د جوړولو د پلان د اجرا لپاره د دغه هېواد په (( حكيم خان )) ښار كښې نهۀ جوماتونه جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه ښار دينی عالم درموش علی چتمی وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ١٠ نېټه وويل: د مالاتيا د زياترو ښارونو او كليو كښې د جوماتونو جوړونه او بيا رغونه یې په اېجنډا كښې ګرځولې ده او تر اوسه پورې په حكيم خان ښار كښې د نهو جوماتونو د جوړولو اتيا فيصده كار ترسره شوےدے او په نزديو راتلونكو كښې به یې افتتاح وشی
هغۀ د خداے دګران رسول (ص) يومبارك حديث ته په اشارې سره وويل: ((هر چا چې د خداے پاك د رضا لپاره يو جومات جوړ كړ نو خداے پاك به د هغۀ لپاره په جنت كښې يو كور جوړ كړی.))
هغۀ زياته كړه: د دغوټولو جوماتونو جوړول د مخيرو حضراتو په همت او د دغه ښار د ولسوالۍ په همكارۍ سره ترسره شوی دی.
د يادونې ده چې د دغو جوماتونو د جوړولو پلان د تېر هجری نمريز كال د لړم له مياشتې نه شروع شوے دے او د سږ كال له لوے اختر نه مخكښې مخكښې به افتتاح شی.
1088457
captcha