د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امريكې د څانګې د رپوټ له مخې د دغه ښار په سلګونو خلقو د شورو په ورځ د وږی د مياشتې په اتمه نېټه له مسلمانانو او جوماتونو څخه د ملاتړ په جلوس كښې ګډون وكړ.
دغه جلوس د دغه ښار له مسلمانانو څخه د قدرونې او د جاپلين ښار د طوفان په غميزه كښې د وژل شويو كسانو د ياد او خاطرې دنمانځنې لپاره ترسره شو.
همدارنګ د جاپلين ښار د اسلامی انجمن نمائنده كيمبرلی كېسټر د دغه جلوس اهميت ته په اشارې سره وويل: د مختلفو دينونو پېروكار د يو بل ترڅنګه د سوله ايز ژوند د تېرولو او د نرمښت په لرلو سره يو قدرتمنه ټولنه لرلې شی.
د يادونې ده چې د جاپلين ښار د طوفان په غمېزه كښې يو شپېتۀ تنه وژل شوی او له اتو زرو نه زيات كورونه وران شوی وو.
1088841