د معظم رهبر د دفتر د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: حضرت آيت الله العظمی خامنه ای پرون سهار د شمالی كوريا د عالی اسامبلې د مشر ښاغلی كيم يونګ نام په كتنه كښې په زياترو زمينو كښې د ايران او د شمالی كوريا يوشان دریځونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ: د لوړو اهدافو په لور د حركت په لاره كښې پكار دی جدی واوسو او دباؤنه، بنديزونه او ګواښونه به په ارادو او هوډونو كښې هیڅ قسم خلل رامينځته نكړې شی.
دوی زياته كړه: د ايران اسلامی جمهوريت د خپلو لوړو اهدافو په لور د حركت په لاره كښې كاملاً هوډمن دے.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د دواړو هيوادونو د روابطو د پراختيا وړتياوې زياتې وبللې او څرګنده ئې كړه: د ايران اسلامی جمهوريت او شمالی كوريا يوشمير ګډ دښمنان لری ځكه چې استكباری قدرتونه، خپل واك حكومتونه نه زغمی. 1089010