د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: حضرت آيت الله العظمی خامنه ای پرون سهار د ګينه بيساؤ د ولسمشر ښاغلی سريفوناماژو سره په كتنه كښې د ناپيئلو غورځنګ د غړو ترمينځ د ډول ډول همكاريو لپاره يو ډير ښه ظرفيت وبالۀ او وئې وئيل: كه چيرې د دغه غورځنګ غړی د ناپيئلو د غورځنګ په چوكاټ كښې يولړ پراخې همكارۍ تدوينې كړی نو په خپلواكو هيوادونو باندې د دباؤ او بنديزونو لپاره د زورويونكو طاقتونو هڅې به له مينځه لاړې شی.
دوی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د ناپيئلتوب د غورځنګ په چوكاټ كښې د پراخو همكاريو لازمه د يوشمير پياوړو اجرائی سازو كارونو رامينځته كول دی، زياته كړه: سلطه ګر طاقتونه كوشش كوی چې داسې القاء كړی چې د هغو په وړاندې هرډول دريدنه ناممكنه ده خو د ناپيئلتوب د غورځنګ غړی د دغو القائاتو خلاف ثابتولې شی.
د ګينه بيساؤ ولسمشر ښاغلی سريفوناماژو هم په دغه كتنه كښې په مختلفو زمينو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سره د اړيكو د پراختيا لپاره د خپل هيواد په تمايل باندې ټينګار وكړ. 1089005