IQNA

د منګوليا جمهوررئيس د اسلامی انقلاب د معظم رهبر سره ملاقات وكړ

20:52 - September 02, 2012
د خبر لمبر: 2403588
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب د معظم رهبر سره د منګوليه د جمهوررئيس په كتنه كښې د اقتصادی، علمی او كلتوری همكاريو په پياوړتيا باندې ټينګار وشو.
د معظم رهبر د دفتر د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: حضرت آيت الله العظمی خامنه ای پرون سهار د منګوليه د ولسمشر ښاغلی تساخياګين البګدرج په كتنه كښې په ايران كښې د مغولو د واكمنۍ په دوران پورې د اړوندو تاريخی او علمی آثارو په شمول د منګوليا او ايران تاريخی او كلتوری اشتركاتو او ګډولونو ته اشاره وكړه او زياته ئې كړه: په داسې تاريخی مخينې سره د ايران او منګوليا اړيكې پكار دی له مخكښې نه زياتې پراخې شی.
دوی د ايران د اسلامی جمهوريت وړتياوې او توانمنۍ ډيرې لوړې وبللې او ټينګار ئې وكړ: دواړه هيوادونه په اقتصادی، سياسی، كلتوری، پوهنتونی او بين المللی زمينو كښې ډول ډول همكارۍ لرلې شی.
په دغه كتنه كښې د منګوليا جمهوررئيس د دواړو هيوادونو تاريخی او كلتوری مشتركات د دواړو هيوادونو د اړيكو د پراختيا لپاره يوه مساعده زمينه وبلله او وئې وئيل: منګوليا د ايران د اسلامی جمهوريت سره د اقتصادی، بنسټيزو جوړښتونو، سياسی او د استاذانو او محصلينو د چارو په شمول د پراخو اړيكو لپاره ډيره ګروهنه لری.
د منګوليا جمهوررئيس ټينګار وكړ: مونږ هم له ایټمی وسلو نه د يوې پاكې سيمې په هكله ستاسو د نظر سره متفق يو او له سوله ايزې ایټمی انرجۍ نه استفاده د ټولو هيوادونو حق بولو. 1089002


captcha