IQNA

د امريكې د مسلمانانو د امنيت په زياتولو باندې د ميری لينډ د ګورنر ټينګار

22:16 - September 03, 2012
د خبر لمبر: 2404361
ټولنيزه ډله: د امريكې د ميری لينډ ولايت ګورنر مارټن اوميلی د دغه ولايت د فریډريك ښار د مسلمانانو سره په كتنه كښې د اسلام دمبين دين د منونكو لپاره د امنيت او آرامښت په رامينځته كولو باندې ټينګار وكړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د امريكائی څانګې د رپورټ له مخې: د ميری لينډ ګورنر د تيرې شورو يا چارشنبې په ورځ يعنې د روانې وږی د مياشتې په اتمه نیټه د دغه ښار د مسلمانې ټولنې سره په ملاقات كښې د هغوی د ټولنيزو اندیښنو او د مسلمانانو پرخلاف د ترسره شويو جنايتونو، حوادثو او پیښو او د هغوی د كورونو او جوماتونو د ړنګيدو په هكله خبرې اترې وكړې.
هغۀ څرګنده كړه: هغه پیښې او سپكاوی چې د ځينو تندلارو كسانو لخوا د مسلمانانو پرخلاف بڼه نيسی، پكار دی فوراً ځائې پوليسو ته رپورټ شی.
په دغه غونډه كښې چې د فریډريك د مسلمانانو د شورا لخوا او د مينځنی ختیځ د بهرنيو چارو د كميشن د غړی او د ښوونې او روزنې د مشر په مرسته او حمايت سره ترسره شوه، مارټن اوميلی د دغه ولايت د مسلمانې ټولنې د غړو د پوښتنو ځوابونه وركړل.
د ميری لينډ ګورنر د دغې غونډې په پائې كښې د خپلې استوګنې په ځائې كښې د مسلمانانو د ښو كارونو او فعاليتونو قدرونه وكړه او ځائی مشرانو هم د امريكې په سياسی چلن كښې د مسلمانانو د اهميت په هكله ويناوې وكړې. 1089487

captcha