سياسی ډله: د ايران اسلامی جمهوريت د صهيونسټی رژيم سره په مقابله كښې پريمانه تجربې لری، د ناپيئلو غورځنګ هم له پيل نه د فلسطين په دفاع كښې يولړ شفاف دریځونه لرلی دی، د ايران تجربې او د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو انګيزې د فلسطين د ولس د حقوقو د پوره كيدو په موخه د يوشمير عملی ګامونو د پورته كولو لپاره يو فرصت دے.
د ايران په سپاه كښې د ولی فقيه د نماينده سياسی سلاكار سردار يدالله جوانی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په تهران كښې د ناپيئلو د غورځنګ د غونډې نتايجو ته په اشارې سره ووئيل: د نړۍ اوسنې حالت د غورځنګ د اصولو او ارمانونو سره ډيره زياته فاصله او واټن لری، هغه كسان چې وائی د غورځنګ شپاړسمه غونډه او په هغۀ باندې د ايران مشری د نورو غونډو سره بنيادی فرقونه لری، له دې نظره موضوع ته ګوری چې د ١٢٠غړو هيوادونو په مينځ كښې ايران يوازنې هيواد دے چې د انقلاب د برياليتوب له پيل نه ئې خبرو او كړچارونو په بيلابيلو برخو او څانګو كښې د ناپیېلتوب د غورځنګ د اصولو، ارمانونو او اهدافو سره مطابقت لرلے دے.
دوی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د ايران اسلامی جمهوريت د غورځنګ د اهدافو په اساس يوازنې حقيقی غيروابسته او ناپيئلے هيواد پاتې شوے دے، زياته كړه: ايران د سلطه ګرو قدرتونو سره هیڅ ډول تعهد او ژمنه نه ده لرلې او د هغو په وړاندې ئې مقاومت او دريدنه كړې ده او په تيرو دريو لسيزو كښې ئې د سلطې پرخلاف خپل دریځونه په جديت سره تعقيب كړی دی او په دې لاره كښې په يو كامياب مثال او سيمبول باندې بدل شوے دے او له ټولو لوړو ظرفيتونو نه برخور دے او په اساسی توګه اسلامی انقلاب په بين المللی ډګر كښې د زياترو بدلونونو سرچينه او منشاء ګرځيدلے دے.
دوی د فلسطين مسئلې ته په اشارې سره ووئيل: د اسلامی انقلاب معظم رهبر چې كله په افتتاحيه ويناؤ كښې د فلسطين په موضوع لاس پورې كړ او د فلسطين د ولس په حق كښې د صهيونسټی رژيم د جنايتونو يادونه ئې وكړه او دغه رژيم ئې په سيمه كښې د كړكيچونو جرړه وبلله نو يوشمير وړانديزونه ئې وړاندې كړل، له هغو نه دا چې د فلسطين د بحران د حلولو لپاره دې په نيواكی ځمكو كښې د هغو د ټولو اوسيدونكو په شتون سره يو ريفرنډم ترسره شی. 1090584