IQNA

د پاكستان ستره محكمه دې د دغه هيواد د شيعه ؤ د وژلو په هكله تحقيقات تر سره كړی

17:05 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405131
نړيواله ډله: د پاكستان د انصاف غورځنګ مشر عمران خان وويل په دغه هيواد كې د اهل تشيع عامه وژله يوه دسيسه ده.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، چې له «Press TV»، یې نقلوی چې د پآكستان د انصاف غورځنګ مشر عمران خان بیګا د دغه هيواد په يوه ټيليويژنی چينل كې په يوه پروګرام كې وويل د دغه هيواد خلك په بشپړ ډول نه پوهیږی چې د ګلګت بلتستان خلك له كومو مسئلو سره مخامخ دی.
عمران خان زياته كړه دغه سيمه تل له آرامښت او كراری برخمنه وه ،خو له بده مرغه همدا اوس د شيعيانوعامې وژلې په دغې سيمې كې سخته ويره او ساډوبی رامينځة كړې ده او د دغې سيمې اهل تسنن یې هم اندیښمن كړی دی .
د دغې سيمې شيعه او سنی مسلمانان په دې نظر دی چې په دغې سيمې كې ترهه ګر اقدامات د يوې ژورې دسيسې په اساس كیږی.
د پاكستان د انصاف غورځنګ مشر زياتوی، په دې كې شك نشته چې په پاكستان كې د شيعه او سنی ترمينځ جنګ جګړو ته لمن وهل يوه لويه نړيواله دسيسه ده او همدغه دسيسه په عراق ،سورئې او بحرين كې هم تعقيبیږی.
البته دا خبره بيرته ګرځی د جنرال ضياءالحق دور ته چې د خپلې واكوالۍ په پړاؤ كې ئې داسې ډلګۍ تاسيس كړې چې اوس هم د كابو ديرشو كلونو په تيريدا سره دغه ډلګۍ په هيواد كې د اسلامی او جهادی ډلو په نامو سره په استخباراتی ادارو كې جرړې لری.په همدې خاطر ده چې دغه ډلګۍ په ډيرې آسانۍ سره هريو جنايت كوی او هیڅو ك او يا اداره یې مخه هم نه نيسی .
د پاكستان يو ه تكړه دينی عالم علامه خورشيد انور جوادی هم په دې باب زمونږ خبريال ته وويل دغه تكفيری ډلګۍ له څه دپاسه ديرش كلونه كیږی چې دامريكا او عربستان په حكمونو سره دپاكستان داستخباراتی ادارو په لاس جوړې شوی دی چې له يوې خوا سياسی موخې او له بل پلوه مذهبی موخې تعقيبوی .
امريكا ددغو ترهه ګرو ډلګيو په جوړولو سره په مسلمانانو كې ددرز او تفرقې په رامنیځةكولوپسې دی او دشيعه اوسنی مسلمانانو ترمنیځ دنښتو په رامينځةكولوسره غواړی پرمسلمانانو مسلط شی اوپه سيمې كې خپلو سپيرو او سټراټيجيكو موخو ته ورسیږی.
د پاكستان دغه تكړه دينی عالم زياته كړه نن سبا په پاكستان كې نه يوازې شيعيان بلكې بريلويان هم د دغو تكفيری او سلفی ډلو له حملو سره مخامخ دی او په همدې خاطر ده چې اوس د پاكستان داهل سنت وروڼو چغې هم د پاكستان د اهل تشيع د ټارګټ كلينګ په زياتيدا سره پورته شوې دی.
1090410
captcha