IQNA

په سعودی عرب كښې له ايت الله نمر سره د پېوستون د اعلان په مظاهرو كښې د ګډون بلنه

20:59 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405196
نړيواله ټولنه: د سعودی عرب د شرقيه سيمې د ازادۍ او عدالت ائتلاف د زيارت په ورځ د وږمی دمياشتې په څوارلسمه نېټه د سعودی عرب له ستر دينی عالم ايت الله نمر باقر النمر سره د پيوستون د اعلان د مظاهرو غوښتونه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د براثا خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه مظاهرې به د ((ايت الله نمر، د سعودی عرب د طائف سيمې يو سېبول)) په نعرو سره د سعودی عرب په شرقيه سيمه كښې جوړې شی.
د دغه هېواد د شرقيه سيمې د ازادۍ او عدالت ائتلاف د فېس بك په اجتماعی سایټ كښې په يوه بلنه كښې په دغو مظاهرو كښې د سعودی عرب د ګڼ شمېر مسلمانانو د ګډون غوښتنه وكړه.
دغه مظاهرې به د راتلونكی زيارت په ورځ د ځای وخت مطابق ماښام اتۀ بجې د شرقيه سيمې د مقره الدبيابيه په وړاندې شروع كیږی.
د يادونې ده چې ايت الله شېخ نمر باقر النمر تقريباً دوه مياشتې اګاهو په هغه باندې د سعودی عرب د وسله والو ځواكونو له حملې او زخمی كولو نه پس ونيوۀ.
1090423

captcha