IQNA

د بئرالسبع جومات د سپكاوی په حقله د اسلامی تعاون د تنظيم خبردارے

20:58 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405197
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون د تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو د تېرې مياشتې په ١٥ او ١٦ نېټه په بئرالسبع جومات كښې د صهيونېسټ رژيم لخوا د شرابو د جشن د جوړولو د خبر له خپرېدو وروسته د دغه ناوړه اقدام د غندلو په ترڅ كښې د اسرائيلو غاصب رژيم ته د دغه اقدام د نتائجو په باره كښې سخت خبردارے وكړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OIC د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اسلامی تعاون تنظيم عمومی سېكتر وويل: دغه اقدام له دې نه علاوه چې د نمانځه د ادا كولو لپاره د مسلمانانو له داخلېدو څخه د منعې كولو او د جومات د تړلو يو جرم دے يو څرګند تېرے هم دے.
هغۀ تاكيد وكړ: دغه اقدام په فلسطين كښې په اسلامی تاريخی او مقدسو ځايونو باندې د متواترو حملو د پلان يوه برخه ده چې د هغو د حركت د ختمولو او قصداً د نړۍ د مسلمانانو د جذباتو د تحريكولو په هدف سره ترسره كیږی.
احسان اوغلو صهيونېسټ رژيم له نړيوالې ټولنې ، د بشری حقوقو له تنظيمونو، يونېسكو او د تمدنونو د ائتلاف له كمېشن څح وغوښتل چې خپلو دندو او ذمه واريو دې عمل وكړی او اسرائيل دې له دغو كارونو څخه منعې كولو او د د مقدسو او عبادتی مركزونو احترام كولو ته مجبور كړی.
1090218
captcha