IQNA

((په اسلامی فقه كښې بين المللی روابط)) نومې كتاب خپور شو

23:46 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405263
د فكر او انديشې ډله: د عارف خليل ابو عيد ليكلے ((په اسلامی فقه كښې بين المللی روابط)) نومې كتاب د عدنان محقق په ترجمې سره د امام صادق عليه السلام نومې پوهنتون لخوا خپور شو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه كتاب كښې د نورو حكومتونو سره د اسلامی حكومت د اړيكو د ډيرو مهمو اصولو او د سولې او جنګ، د حكومت او د هغۀ د اركانو د څیړنې، په اسلام كښې د بين المللی روابطو د رامينځته كولو، د جهاد، د جهاد د حكم او د هغۀ د علتونو، په شخړو او نښتو پورې د اړوندو مسائلو، د جنګ د خاتمې د طريقې او په خلكو باندې د هغۀ د اغيزو، د اسلامی هيوادونو د داخلی تړونونو او روابطو او د داسې نورو ډيرو مسائلو په هكله خبرې او څیړنه شوې ده.
د ليكوال كوشش دا دے چې د كتاب او سنت او د خلفاؤ د كړچار په شان سرچينو نه استفاده وكړی څو له دې لارې په مستدله توګه د بين المللی روابطو په تنظيمولو كښې اسلامی اصولو او اسلامی چوكاټ ته لاس پيدا كړی. ليكوال هڅه كړې ده چې د مشكلاتو او ستونزو سره په مقابله كښې د اسلام ټول محاسن او نقاط بيان كړی په تيره بيا په اوسنی دوران كښې چې مستكبران او ظالمان او كمزورې او مسكينې پرګنې باندې ظلمونه كوی او په انسانی اصولو باندې سترګې پټوی او په باطلو، مادی پرستو او اخلاقی ضدو او شهوانی او نفسانی چارو او افكارو سره بين المللی ټولنه د بې هويتۍ او ګمراهۍ په لور راكاږی. 1090378

captcha