IQNA

د حج او زيارت په وړومبی طبی بين المللی كانفرنس كښې د ١٧هيوادونو ګډون

23:46 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405264
د روغتيا او سلامتيا ډله: د هلال احمر د حج او زيارت د طبی مركز رئيس ووئيل: د ١٧هيوادونو په شتون سره د اسلامی هيوادونو د حج او زيارت وړومبی طبی بين المللی كانفرنس د روانې وږی د مياشتې له ١٥نه تر ١٧نیټې پورې د ايران د كورنيو چارو د وزارت د كانفرنسونو په مركز كښې ترسره كيدونكے دے.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د سرې مياشتې د حج او زيارت د روغتيائی او طبی مركز مشر سيدعلی رياض د اسلامی هيوادونو د حج او زيارت د وړومبی طبی بين المللی كانفرنس د برنامو په تشريح كښې په يوه خبری ناسته كښې دې ټكی ته په اشارې سره ووئيل: عمان، لبنان، الجزاير، يوكرائن، نيروبی، فلپائن، تاتارستان، تركيه، تنزانيه، سری لنكا، تاجكستان، سيراليؤن، قرقيزستان، افغانستان، سوريه، عراق او كويت هغه اولس هيوادونه دی چې خپل تقريباً ٣٤تنه علمی شخصيتونه او چارواكی په دغه كانفرنس كښې د ګډون لپاره ايران ته رالیږی.
رياض دې ټكی ته په اشارې سره چې دغه كانفرنس په وړومبی ځل په نړيواله كچه ترسره كیږی، ووئيل: تير كال دغه كنګره په ايران كښې په كورنۍ توګه د ٢٥٠٠ډاګټرانو او نرسانو په شتون سره ترسره شوه چې يو ډير ښه علمی خوزښت ئې رامينځته كړ او د هغۀ كاميابه او مثبته نتيجه مو د تيركال د حج په ترسره كولو كښې وليدله.
دۀ دې ټكی ته په اشارې سره چې تراوسه پورې په دغه بين المللی كانفرنس كښې د ګډون كولو لپاره تقريباً٣٤٠٠كسانو نومونه ليكلی دی، زياته كړه: له دغه شمير نوم ليكونكو څخه زياتره په طبی ټولنې پورې اړوند دی او تقريباً زر نرسان هم په دوی كښې ليدل كیږی. 1090470

captcha