د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو څلورمه دوره د ايران د پوهنتونوالانو د قرآنی فعاليتونو د سازمان په همت د روانې وږی د مياشتې له ٢٢نه تر ٢٥نیټې پورې په تبريز ښار كښې ترسره كيدونكې ده.
په دې لړ كښې د دغو مقابلو لپاره د ايران د استازی د غوره كولو مرحله نن مازدیګر د ايران د پوهنتونوالانو د قرآنی فعاليتونو د سازمان په ځائې كښې د قرآن كريم د حفظ او قرائت په څانګه كښې د ايران د محصلينو د قرآن د ملی فيسټول د ٢٥او ٢٦دورې د غوره كسانو په شتون سره ترسره كیږی.
د وئيلو ده چې د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو په څلورمه دوره كښې به له څه باندې ٥٠هيوادونو څخه ګډون كونكی د قرآن كريم د حفظ او قراءت په دوو برخو كښې د يوبل سره سيالی وكړی. 1091275