IQNA

د ناپيئلتوب په غورځنګ باندې د ايران مشری د انقلاب د آئیډيالونو د ترويج لپاره يو فرصت دے

23:47 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405269
سياسی ډله: د رهبری خبرګانو د جرګې غړی هيله وښودله چې د ايران اسلامی جمهوری نظام به وكړې شی د ناپيئلو په غورځنګ باندې د درې كلنې مشرۍ له موقعيت څخه په استفادې سره په نړيواله كچه د اسلامی انقلاب او د ارواښاد امام خمينی(رح) ارمانونه او آئیډيالونه پراخ كړی.
د رهبری خبرګانو د جرګې د دارالانشاء له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د دولسمې وړرځې د غونډې د نن سهار ناسته له غربی آذربائجان څخه د حجت‌الاسلام والمسلمين حسن نمازی په ويناؤ سره پيل شوه.
دوی په خپلو ويناؤ كښې د ناپيئلو د ناپيئلو هيوادونو د غورځنګ د غونډې د لاسته راوړنو په موضوع سره د ايران په اسلامی جمهوريت كښې د دغه غورځنګ د شپاړسمې غونډې ترسره كيدل د نړۍ د هيوادونو په مينځ كښې د ايران د لوړ او اوچت موقعيت نښه وبلله.
نمازی زياته كړه: په تهران كښې د دغې غونډې ترسره كيدل په سيمه ايزه او نړيواله سطحه د ايران د اسلامی جمهوريت د ثبات نښه ده.
دوی هيله څرګنده كړه چې د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا د دغې غونډې ترسره كيدل به د غيروابسته هيوادونو سره د ايران د اړيكو د كچې د زياتيدو او پراخيدو سبب شی.
1091327

captcha