IQNA

د اسلامی هيوادونو د حج او زيارت وړومبې طبی بين المللی كانفرنس سبا پيلیږی

23:48 - September 04, 2012
د خبر لمبر: 2405271
د روغتيا ډله: د اسلامی هيوادونو د حج او زيارت وړومبې طبی بين المللی كانفرنس د ١٧هيوادونو د مسئولانو په شتون سره له سبا يعنې د روانې وږی د مياشتې له ١٥نیټې څخه په تهران كښې پيلیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی هيوادونو د حج او زيارت وړومبې طبی بين المللی كانفرنس د ١٧اسلامی هيوادونو د مسئولانو په ګډون سره له سبا څخه د ايران د كورنيو چارو د وزارت په هال كښې پيلیږی او د دې مياشتې تر ١٧نیټې پورې به دوام ولری.
د دغه بين المللی كانفرنس د پرانستې په مراسمو كښې به د حج او زيارت په سازمان كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر نماينده، د ايران د سرې مياشتې د تنظيم مشر، د حج او زيارت د سازمان رئيس او د يوشمير اسلامی هيوادونو يوشمير ميلمانۀ شتون ولری څو د حج د طبی او روغتيائی مسائلو په هكله بحث او د نظر تبادله وكړی او خپل تجربات د يوبل سره شريك كړی.
د وئيلو ده چې عمان، لبنان، الجزاير، يوكرائن، نيروبی، فلپائن، تاتارستان، تركيه، تنزانيه، سری لنكا، تاجكستان، سيراليؤن، قرقيزستان، افغانستان، سوريه، عراق او كويت هغه اولس هيوادونه دی چې دغې غونډې ته رابلل شوی دی او تراوسه پورې د ډاكټری او نرسی ټولنې تقريباً ٣٤٠٠ كسانو په دغه كانفرنس كښې د ګډون كولو لپاره خپله مينه ښودلې ده.
د وئيلو ده چې په دغه كانفرنس كښې د نشې، د ګرمۍ وهلو، CPR او د حج د ټيمونو په باب څلور وركشاپونه هم ترسره كيدونكی دی. 1091252

captcha