سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د لمانځه په باب يويشتمې عمومی غونډې ته پخپل پيغام كې ټينګار وكړ، ټوله كلتوری،هنری او ښوونكی پلانونې او هلې ځلې بايد په خلكو په تيره بيا په ځوانانو كې د لمانځه د زياتيدونكی رڼا او ځليدا په چوكاټ كې پلان او ا جرا شی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په دغه پيغام كې راغلی دی، سږ كال هم تاسو خدای غواړی او حقيقت پالو سړيو او ميرمنو د لمانځه د عمومی ناستې په ترسره كولو سره د خپلې لوئې اسلامی دندې يعنی د لمانځه د قايمولو په لاره كې بل ګام پورته كړی دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټينګار وكړ كه په اسلامی ټولنې كې لمونځ په خپل غوره مقام كې واقع شی، نو ټوله معنوی او مادی هلې ځلې خپله لاره د آئیډيالونو په لور كاږی او ټولنه د اسلام آئیډيائی ټكی ته رسوی.
دوی هم دا راز روښآنه كړې البته كه د لمانځه له اهميته غافل شو او لمونځ ته بې پامی وكړو، نو دا لاره به په سمه كچ نشی او هلې ځلې او مجاهدت به هغوې څوكې ته په رسيدا كې چې اسلام د بشری ټولنې لپاره انځور كړې ده ضروری اغيزې ونه لری د لمانځه عمومی ناسته نن د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د پيغام په لوستلو سره د ايران په لويدیځ كرمانشاه كې پرانيستل شوه.
1092273