IQNA

18:22 - September 05, 2012
د خبر لمبر: 2406012

سردار فدوی: كه امريكا كوچنی حماقت هم وكړی نو پريكنده ځواب به ووينی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندری ځواك قوماندان سردار تورن جنرال علی فدوی نن د ايران په مشهد كې د ايران د پوهنتونونو د بسيجی استادانو د ټولنې د ملنې غونډې په پايزو دستورو كې ټينګار وكړ.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې په فارس خليج كې د امريكائی بیړيو ټول خوځښتونه د ساتندويه ّځواك تر څارنې لاندې دی او په فارس خليج كې داسې يوه امريكائی بیړۍ هم نشته چې د ايران تر څارنې لاندې نه وی.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دغه لوړ پوړی مقام زياته كړه امريكايان پوځی زبر ځواك نه دی، بلكې په نفسياتی عملياتو كې قدرتمند دی اوهغه څه چې پخپله ئې غواړی په ذهنونو كې ئې پلانوی د واقيعيت د خپلې خوښې انځور چې ورته اړتيا لری جوړولی شی.
هغه د دې خبرې په كولو سره چې امريكا په دفاعی دریځ كې ده روښانه كړه امريكا د هغوی په ضد د ايران د اقدام په اړه اندیښمنه ده او حتی خوراكم خوځښتونه هم د امريكايانو د اندیښنو سبب كیږی او په نتيجې كې له ځانه غير طبيعی چلند ښئ.
1092249
captcha