د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې په فارس خليج كې د امريكائی بیړيو ټول خوځښتونه د ساتندويه ّځواك تر څارنې لاندې دی او په فارس خليج كې داسې يوه امريكائی بیړۍ هم نشته چې د ايران تر څارنې لاندې نه وی.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دغه لوړ پوړی مقام زياته كړه امريكايان پوځی زبر ځواك نه دی، بلكې په نفسياتی عملياتو كې قدرتمند دی اوهغه څه چې پخپله ئې غواړی په ذهنونو كې ئې پلانوی د واقيعيت د خپلې خوښې انځور چې ورته اړتيا لری جوړولی شی.
هغه د دې خبرې په كولو سره چې امريكا په دفاعی دریځ كې ده روښانه كړه امريكا د هغوی په ضد د ايران د اقدام په اړه اندیښمنه ده او حتی خوراكم خوځښتونه هم د امريكايانو د اندیښنو سبب كیږی او په نتيجې كې له ځانه غير طبيعی چلند ښئ.
1092249