IQNA

د ايران له اسلامی انقلاب نه پس په انډونېشيا كښې د اهلبېتو(ع) د مكتب پراختيا

21:45 - September 05, 2012
د خبر لمبر: 2406041
نړيواله ډله: په ١٩٧٩ كال كښې په ايران كښې د اسلامی انقلاب له كاميابۍ نه پس په اسلامی ملك انډونېشيا كښې تشيع مذهب ډېره پراختيا موندلې ده.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د tempo interactive د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د انډونېشيا د اهلبېت (ع) تنظيم غړی جلال الدين رحمت د دې مطلب په بيانولو سره وويل: د ايران اسلامی انقلاب ډېر اهميت لری ځكه چې له وسله وال جنګ او زياتو سر او مال تاوانونه نه بغېر د اخلاقو په خيال ساتلو سره كاميابۍ ته ورسېد.
هغۀ زياته كړه: په فرانس كښې د جلاوطنۍ په دوران كښې د امام خمينی (رح) وېناګانې به د فوټوسټېټ او سټينسل مشينونونو په ذريعې سره كاپی كېدې او د ايران د خلقو ترمېنځ به تقسيمېدې، د حضرت امام خمنيی (رح) په زمانه كښې هم د هغوی د اعلانيو او وېناګانو د خپرولو له لارې د داطلاع رسونې دغې طريقې د انقلابی خلقو په بېدارولو كښې زيات كردار لرۀ.
جلال الدين رحمت وويل: په ايران كښې داسلامی انقلاب د راتلو له وخت څخه په پاكستان، هند، ملېشيا، انډونېشيا او مېنځنی ختیځ كښې هم ولسی پاڅونونه شروع شول او حتی په سعودی عرب كښې چرته چې وهابيان تسلط لری هم ولسی بېداری رامنځته شوې ده او دا ګمان كیږی چې د ايران د اسلامی انقلاب په بركت د نړۍ په مسلمانو هېوادونو كښې د خداے دګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو (ع) مكتب په تيزۍ سره په خورېدو دے.
هغۀ څرګنده كړه پروفېسر علی هاشمی هم په خپل ((شيعه او سنی: په الجزائری ټولنه كښې د اسلامی تاريخ له شورع نه د قدرت تصاحب)) نومې كتاب كښې ليكی: شيعه ؤ له ١٧٣ هجری كال څخه د انډونېشيا په ((آچه)) كښې شتون لرلے دے. او د ايران د اسلامی انقلاب له كاميابۍ نه پس دغه مكتب په ډېرې تيزۍ سره مخ په پراختيا دے.
1091052
captcha