د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،يو شمېر نويو اباد شويو صهيونېسټانوپرون د وږی د مياشتې په څوارلسمه نېټه د مسيحيانو په دغه عبادت ځاے باندې په حملې سره هغې ته اور ورته كړ او په ديوالونو باندې یې د حضرت عيسی (ع) او د هغۀ د ېېروكارو په خلاف نعرې وليكلې.
له دې اقدام نه پس د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د يوې بيانیې په جاری كولو سره په مسيحی مقدساتو باندې حمله يو نسل پرستانه عمل او غټ جنايت وبالۀ او له نړيوالو ټولنو څخه یې وغوښتل چې له دا ډول اقداماتو سره د مقابلې لپار دې د عمل مېدان ته داخل شی .
د دغې بيانیې په يوه بله برخه كښې راغلی دی: حماس په ديراللطرون كليسا باندې د افراطی يهوديانو د حملې په غندلو سره دغه اقدام پو پليد جنايت او د جوماتونو او كليساګانو په شمول د مقدسو مقاماتو د حرمت څرګنده خلاف ورزی ګڼی. او له ې حرمتۍ نه ډك داسې اقدامات اوس په قدس شريف كښې يوه همېشنۍ چاره ګرځېدلې ده چې د دا ډول اقداماتو د مخنيوی لپاره د فلسطين مسلمانانو او مسيحيانو ته پكاردی بېدار شی او په خلاف یې پاڅون وكړی.
1091942