IQNA

د امام موسی صدر برخليك په جديت سره تعقيبووو/ د موريتانیې د حكومت د همكارۍ ضررت دے

21:45 - September 05, 2012
د خبر لمبر: 2406045
نړيواله ډله: د لبنان د بهرنيو چارو وزير عدنان منصور د موريتانیې له ولسشمر سره په كتنه كښې په دې خبره باندې پخلے وكړ چې د امام موسی صدر برخليك په دې لړ كښې حقائقو ته د رسېدو په هدف سره په جديت سره تعقيبوو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د tayyar.org د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان د بهرنيو چارو وزير عدنان منصور چې موريتانیې ته یې سفر كړے دے د دغه هېواد له ولسشمر محمد وليد عبدالعزيز سره په كتنه كښې په دې خبره باندې پخلے وكړ: مونږ د امام موسی صدر د تښتولو مسئله په جديت سره تعقيبوو چې د دې مسئلې حقيقت ته ورسو.
هغۀ په دوام كښې زياته كړه: د موريتانیې له ولسمشر سره په كتنه كښې مو د امام موسی صدر د تښتولو مسئله د لبنان د ملت لپاره ډېره مهمه ده تعقيب كړه او د دغه هېواد له چارواكو څخه مو وغوښتل چې د حقيقت په څرګندېدو كښې له مونږ سره مرسته وكړی.
د يادونې ده چې د لبنان خارجه وزير د وږی په دولسمه نېټه د موريتانیې پائېتخت نو آكشوټ ته ورسېدد قذافی د استخباراتو د مشر عبدالله السنوسی په باره كښې چې لېبيا ته د امام موسی صدر او د هغه د ملګرو له سفر نه په ښه توګه خبر دے د اطلاعاتو په موندلو سره د امام موسی صدر برخليك معلوم كړی.
د موريتانیې استخباراتی چارواكو له دې مخكښې د دغه هېواد په پائېتخت كښې عبدالله السنوسی ونيوۀ چې د هغه د لوړ استخباراتی مقام ته په پام سره هيله كیږی چې هغه د لبېبا د پخوانی مشر قذافی له نۀ څرګند شويو رازونو څخه باخبره وی.
1091424
captcha