د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلود څلورمې دورې د پروګرامونو د تشريح كولو خبری ناسته نن غرمه ترسره كیږی.
په دغه خبری ناسته كښې د پوهنتونی جهاد رئيس محمدحسين يادګاری، د تبريز ښار ښاروال عليرضا نوين، د پوهنتونی جهاد د طرحې كلتوری مرستيال عليرضا زجاجی او د ايران د پوهنتونوالانو د قرآنی فعاليتونو د سازمان رئيس او د مقابلو د دې دورې منشی حجت الاسلام والمسلمين سيدمهدی تقوی د پروګرامونو د تشريح كولو په ترڅ كښې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وركوی.
دغه خبری ناسته نن غرمه له ١١نه تر ١بجې پورې د ايران د پوهنتونوالانو د قرآنی فعاليتونو د سازمان د غونډو په هال كښې ترسره كيدونكې ده.
د وئيلو ده چې د دغو مقابلو څلورمه دوره د روانې وږی د مياشتې له ٢٢نه تر ٢٥نیټې پورې د ايران د تبريز نومی ښار په كوربه توب او د ٥٢هيوادونو د نمايندګانو په ګډون سره ترسره كیږی. 1090695