د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين بين المللی مقابلو د څلورمې دورې خبری ناسته نن د ايران د محصلينو د قرآنی فعاليتونو د سازمان په ودانۍ كښې ترسره شوه.
په دغه غونډه كښې د پوهنتونی جهاد د طرحې مشر محمدحسين يادګاری د سياليو د دې دورې د پروګرامونو د تشريح كولو په ترڅ كښې څرګنده كړه: د قرآن كريم آيتونه په پوهنتونی جهاد كښې تل د جهاد كونكو سيمبول دی او په دې اساس د مسلمانو محصلينو بين المللی قرآنی مقابلې د پوهنتونی جهاد د قرآنی څانګې لخوا طراحی او پلان شوې دی.
دوی زياته كړه: د دې دورې مقابلې د ايران په تبريز ښار كښې ترسره كيدونكې دی او له همدې ځايه د دغې برنامې د ټولو ترسره كونكو او مسئولانو نه مننه كوم. 1092325