سياسی ډله: د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم عمومی منشی د ملبرن پوهنتون د اسلامی مطالعاتو د مركز د مشر سره په كتنه كښې ووئيل: مونږ د آسټريليا د اسلامی مؤسساتو او د هغو نورو ولسونو په همكارۍ او ملګرتيا سره چې په اسلامی اهدافو كښې زمونږ سره يوشان دی كوې شو د اسلامی وحدت په لاره كښې د بې عدالتۍ، وژلې او ترهګرۍ په شمول د بشری ټولنې مشكلات او ستونزې حل كړو.
د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی مذهبونو د سره نژدې كولو د نړيوال تنظيم ستر سكتر آيت الله اراكی د ميلبرن پوهنتون د اسلامی مطالعاتو د مركز د رئيس پروفيسر عبدالله سعيد سره په كتنه كښې زياته كړه: مونږ د آسټريليا د اسلامی مؤسساتو او د هغو نورو ولسونو په همكارۍ او ملګرتيا سره چې په اسلامی اهدافو كښې زمونږ سره يوشان دی او د بشريت د نيكمرغۍ او عدالت لپاره كوشش كوی، كوې شو د اسلامی وحدت په لاره كښې د بې عدالتۍ، وژلې او ترهګرۍ په شمول د بشری ټولنې مشكلات او ستونزې حل كړو.
دوی څرګنده كړه: مونږ باوری يو چې د عدالت غوښتونكو او سوله غواړو بشری ټولنو د ولسونو او همداراز د بشری ټولنو د مشرانو او پوهانو ترمينځ نژدې همكارۍ وشی نو د عدالت په لړ كښې يوې هراړخيزې او جامع تئورۍ ته لاس پيدا كولې شی.
دوی ووئيل: په نړۍ باندې واكمن اوسنی نظام قدرت او طاقت د يو څو هيوادونو په واك كښې وركړے دے او دغه هيوادونو د بشری ټولنو د مشكلاتو په حلولو كښې خپله ناتوانی ثابته كړې ده چې د دغې مدعا ترټولو ښه شاهد د فلسطين مسئله او كړكيچ دے او نن د ٦٠كالو له تيريدو وروسته وينو چې د فلسطين د خلكو نه يوازې كومه ستونزه نه ده هواره شوې بلكې د هغوی مشكلات ورځ په ورځ لازياتیږی.
د دغه تنظيم ستر سكتر په دوام كښې زياته كړه: مونږ عقيده من يو چې د مختلفو دينونو او مذهبونو ګډ ټكی او مشتركات د هغو د اختلافی ټكيو نه ډير زيات دی او د دغو مشتركو ټكو او عقايدو په چوكاټ كښې لازيات دينی، ټولنيز او انسانی فعاليتونه لرلې شو او دا كار د دينونو او مذهبونو په نژدې كولو كښې ډيره پريمانه اغيزه لری. 1092456