IQNA

17:00 - September 06, 2012
د خبر لمبر: 2406348

ايت الله خامنه ای: د تهران ناسته له ايران سره په ديپلماتيكه جګړه كې د دښمنانو شرمونكې ماتې وه

سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود په ايران كې د ناپيلی غورځنګ د سرمشريزې غونډې ترسره کيدل له ايران سره په ديپلماتيكه جګړه كې د دښمنانو شرمونكې ماته وبلله.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د خبرګانو شورا له مشر او غړو سره په ليدنه كې په ټولنيز ډول د ايران حالت پرمختللی او مطلوب وباله او په تهران كې یې د ناپيلی غورځنګ د سرمشريزې غونډې پرانستل او اسلامی نظام د ځلانده ځواك ښودلو بېلګې په بللو سره یې ټينګار وكړ چې د ايران د ملت دښمنانو په خپلې بې عقلی او حماقت سره دا ناسته له ايران سره په يوه ډيپلماتيكه جګړه بدله كړه چې پايله یې د دښمنانه شرميدونكې ماته وه.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې بيان سره چې په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د غونډې بريا شان او عظمت په دومره زيات ؤ چې د اسلامی نظام مخالفين او رسنی یې شنډې او واقيعت ويلو ته اړشول وويل په تهران كې په بريالی ډول د ناپيلی غورځنګ د سرمشريزې پرانسته د فكری نظام د وضيعت يوه بېلګه وه چې د ايران اسلامی جمهوريت نړيوالو ته وړاندې كړې ده.
حضرت آيت الله خامنه ای وفرمايل په تهران كې د ناپيلی غورځنګ ناسته كيدلای شوای چې د نورو نړيوالو ناستو په څېر په معمولی ډول پرانستله شی خو د دنيا سياسيی وضيعت او د دې ناستې وخت او ځای او هم دا رنګه هغه حماقت چې د ايران ملت بدغواړو له ځانه وښود د دې لامل شوه چې ناسته په يوه نړيواله د پام وړ پديده بدله شی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود څرګنده كړه هڅه وشوه چې په ځينو فضا جوړونو كې د تهران په ناسته كې د ايران اسلامی جمهوريت ځينې مطالب په ډاګه نكړی او په ځانګړې توګه د صهيونست رژيم پرضد خپل دریځ اعلان نه كړی خو د تهران د ناپيلی غورځنګ ناسته په دومره دبدبه سره پرانستله شوه چې دې هڅو هم كومه نتيجه ورنكړه.
هغه حضرت د تهران په ناسته كې د نړی له دريو نه د دوه برخو هيوادونو ګډون او د هغو دریځو د اعلان لپاره د زمينې برابرول چې په نورو نړيوالو ناستو كې نه بيانیږی په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د ناستې له نورو ځانګړنو څخه وو.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ هغه دریځونه چې د ځينو هيوادونو د ولسمشرانو غړو او پلاوو لخوا د تهران په ناسته كې بيان شول په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په جوړښت امنيت شورا او په نړی د واكمنی ديكتاتوری په برخه كې چې كومې نيوكې بيان شولې په ورته نړيوالو غونډو كې یې هیڅ ساری نه درلود.
1092915
captcha