د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د كويت KUNA خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د لورو ميوزيم د اسلامی هنر برخه په څو مختلفو ګلريانو باندې مشتمله ده چې د اېتلی دوو نامتو معمارانو ((ماريو بلينی)) او ((روډی ريكيوټی))لخواو په درې زره مكعب میټر رقبه كښې طراحی شوې ده.
په لوور ميوزيم كښې د دغو ګېلريانو زياتېدل يو ډېر لوے بدلون دے چې په ١٩٨٩ كال كښې په دغه ميوزيم كښې د شيشه ای هرم له جوړېدو نه پس راغلے دے.
هغه آثار چې په دغو ګېلريانو كښې به د نندارې لپاره اېښودې شی له هغو پنځلسو زرو اسلامی هنری اثارو څخه دی چې د پېرس له تزئينی هنرونو له ميوزيمونو څه راغونډكړې شوی دی.
په دغو ګېلريانو كښې له اولسمې نه تر نولسمې پېړۍ پورې د له سپېن څخه تر هندوستانه د اسلامی نړۍ د كلتوری پراختيا نندارې ته اېښودل كیږی.
1090565