د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د روسيا اليوم د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، تری جونز په خپل ګستاخانه حركت كښې په دې توجيه سره چې نبوی (ص) تعليمات په نيويارك كښې د امريكې د نړيوال تجارت د مركز غبرګو برجونو په پېښه كښې(نعوذ بالله) تاثير لرلے دے، د ستمبر د روانې مياشتې په يولسمه نېټه چې د وږې د مياشتې له يوېشتمې نېتې سره سمون خوری او د دغې د كليزې ورځ ده د خداے د ګران رسول (ص) (نعوذ بالله) په سېمبولی توګه محاكمه كړی.
ټاكل شوې ده مصری الاصل مسيحی مبلغ اسامه دقدوق به هم په دغه له سپكاوی نه په ډك اقدام كښې ملګرتيا كوی او د دغه اقدام تصويرونه به هم له ځای ټيلی ويژن څخه خپریږی.
د دغه رپوټ له مخې د دغه ګستاخ امريكائی پادری دا اقدام څه نوے كار نۀ دے بلكې له دې مخكښې یې هم قران شريف ته اور ورته كړے ؤ.
له بلې خوا يو شمېر مسلمانو ځوانانو په انټرنېټ كښې د تری جونز په دغې اردې باندې د سخت قهر او غصې په څرګندولو سره ويلی دی چې د دغه امريكائی پادری د قران شريف په سوزولو باندې د اسلامی او په تېره بيا د عربو هېودونو سستۍ او خاموشۍ او حتی د احتجاجی مظاهرو نه كولو هغه دومره ګستاخ كړ چې اوس یې د خداے د ګران رسول (ص) (نعوذ بالله) د سېمبولی محاكمې ته هم اراده كړې ده.
1092181