IQNA

16:17 - September 07, 2012
د خبر لمبر: 2406631

سيد احمد خاتمی: د تهران غوندې په پرانيستو كې د ايت الله خامنه ای وينا منطقی او شجاعانه وه

سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه امام آيت الله احمد خاتمی نن په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د غوندې په پيكه ښودلو كې د امريكا او صهيونيستی رژيم دسيسو ته په اشارې سره وويل د تهران په غونډه كې د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو د استازو شتون د ايران د ملت او نظام پر ضد د دوښمنانو ټولې دسيسې خنثی كړې.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب دې ته په اشارې سره چې امريكا او صهيونيستی رژيم د تهران د غونډې برياليتوب په اندیښنه كې اچولی زياته كړه د تهران غونډې نړيوالو ته ثابته كړه چې اسلامی ايران منزوی شوئ نه دئ.
ښاغلی ايت الله خاتمی هم دا راز دې ته په اشارې سره چې په دې غونډه كې د غړو هيوادونو او نړيوالو شخصيتونو د ګډون نه كولو لپاره د امريكا او صهيونيتسی رژيم هڅې پايلې ته ونه رسيدې زياته كړه د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو استازو ايران ته په سفر سره واقعيتونه درك كړل او په دې پوهـ شول چې د استكبار له خوا هغوی ته څه ويل شوی ؤ هغه ټول دروغ او تش تبليغات ؤ.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب سيد احمد خاتمی زياته كړه دوښمنانو او لويدیځو رسنيو په دې اعتراف كړئ چې په تهران كې د ناپيلی غورځنګ غونډه د اسلامی ايران يو لوی برياليتوب ؤ او بنديزونو د ايران په سوله ايز اتومی پروګرام هیڅ كومه اغيزه نه ده درلودلې.
ښاغلی آيت الله خاتمی د تهران غوندې په پرانيستو كې د انقلاب د معظم رهبر تاريخی وينا ته هم اشاره وكړه او وېې ويل د هغوی بيانات منطقی او شجاعانه ؤ چې د نړۍ د غير عادلانه مديرت په بدلون او د ټولو فلسطينيانو په شتون سره ېې د يوه آزاد او خپلواك فلسطين پر جوړيدو ټينګار كړئ او د صهيونيست جعلی رژيم شتون ېې تر پوښتنې لاندې راوستلئ ؤ .
1093233
captcha