د ايران قران خبری اېجنسۍ (اېكنا) د leconomiste د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه نندارتون به په مختلفو شعبو په تېره بيا د ارئېشی، څښلو او د اسلامی بيمې د سامانونو په شعبو كښې د حلالو سامانونو د جوړوونكو په ګډون سره جوړ شی.
په دغه نندارتون كښې به زيات شركتونه ګډون ولری خو اټكل كیږی چې په دغه نندارتون كښې د حلالو سامانونو په وړاندې كولو كښې به د فرانس ونډه له نورو هېوادونو نه زياته وی.
د مراكش د ارتباطاتو د مركز مشر محمد الاحدودی د دغه نندارتون د جوړولو د مقاصدو په بيانولو سره وويل: له حلال پېداوار څخه د يورپ او امريكې د هېوادونو د غېر مسلمو ښاريزو له مخكښې نه زيات هركلی او د اسلامی پپېداوار په لړ كښې د مراكش اقتصادی قوت په نظر كښې لرلو سره مو فېصله وكړه چې دغه نړيوال نندارتون جوړ كړو او له اسلامی شريعت سره د مطابقو څيزونود جوړوونكو شركتونو له ډائرېكټرانو سره د اشنائۍ زمينه برابره كړو.
همدا رنګ تر ټولو ښه پېداوار لرونكی شركت ته انعام وركول به د دغه نندارتون يوه بله برخه وی
1093109