سياسی ډله: رامين مهمانپرست په تهران كښې د كينیډا د سفارتخانې د بنديدو په غبرګون كښې څرګنده كړه: د كينیډا د اوسنی حكومت د ايرانی ضدو سياستونو په دوام كښې د دغه هيواد د حكومت دغه اقدام په تهران كښې د ناپيئلو د سرمشريزې غونډې د كاميابې ترسره كيدنې په وړاندې د هغوی د حكومت د څرګندې ماتې په نسبت بیړنۍ او وارخطائی غبرګون ګڼل كیږی.
د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادرې د له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی رامين مهمانپرست د كينیډا د خارجه چارو د وزير د څرګندونو په غبرګون كښې اعلان وكړ چې د ښاغلی سټيفن هارپر په مشرۍ د كينیډا اوسنې حكومت د بهرنی سياست په برخه كښې په تندلارو سياستونو سره پيژندل كیږی.
مهمانپرست همداشان څرګنده كړه: په تهران كښې د كينیډا د سفارتخانې لخوا د ويزې صادرولو د بنديز، په دغه هيواد كښې د استوګنو ايرانيانو د بينكی حسابونو د بندولو او په كينیډا كښې د ايرانی محصلينو لپاره د پيسو د لیږلو د ممنوعيت په شان محدوديتونه په كينیډا كښې د استوګنو ايرانيانو او د ايران د ولس پرخلاف د دغه حكومت له ګڼ شمير غليمانه سياستونو څخه دی.
دۀ زياته كړه: په كينیډا كښې د اوسنی نژادپال حكومت غليمانه كړچارونه په حقيقت كښې د صهيونسټی او انګليسی ډيكټۍ شويو سياستونو پيروی ده.
دۀ څرګنده كړه: د كينیډا د اوسنی حكومت د ايرانی ضدو سياستونو په دوام كښې د دغه هيواد د حكومت دغه اقدام په تهران كښې د ناپيئلو د سرمشريزې غونډې د كاميابې ترسره كيدنې په وړاندې د هغوی د حكومت د څرګندې ماتې په نسبت بیړنۍ او وارخطائی غبرګون ګڼل كیږی. 1093508